۸صبح، کابل: د بخښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له خوا د بشري حقونو پر سرغړونو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دغه ډله د بشري حقونو په ملاتړ کې پاتې راغلې ده.
د بخښنې نړۍوال سازمان د سېشنبې ورځ، د لیندۍ په ۷مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي، د بشري حقونو په اړه هغه ژمنې چې طالبانو کړې وې، د دوو کلونو په تېرېدو سره یې عمل پرې نه دی کړی.
دغه سازمان له بشري حقونو د سرغړونې د پای ته رسېدو په برخه کې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار حق ته د لاسرسي او همداراز افغانانو ته د بیان د ازادۍ پر حق ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د دوه کاله تېرېدو وروسته، دې ډلې پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.
اوس مهال طالبان نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو، پوهنتونونو او کار ته لاړې شي.
په وروستیو دوو کلونو کې دې ډلې په دوامداره توګه مظاهره کوونکې ښځې نیولي دي.