۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده.
سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۹مه ویلي چې د دغه ښوونځي ودانۍ د یاوان ولسوالۍ د «ابزمچ» او «سفیدار ایلګه» کلیو اوسېدونکو له خوا په ۷۰۰ زره افغانۍ اباده شوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې دا ښوونځی په نهه بسوې ځمکه کې جوړ شوی او شپږ ټولګي او یو دهلیز لري.
په دې لومړني ښوونځي کې ۳۳۹ نجونې او هلکان درس وايي.
هغوی له دې وړاندې په پرانېستي چاپیریال او خیمو کې درس وایه.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ رغول پېل کړل.