۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک، کابل ته د ۴۰ میلیون ډالرو د یوې بلې نغدي مرستې بستې د ورسېدو اعلان وکړ.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د یکشنبې په ورځ د سلواغي په ۲۳مه کابل ته د نغدو پیسو د دغې بستې د رسېدو هرکلی یې کړی دی.
د دغه بانک د معلوماتو پر بنسټ، د نړیوالې ټولنې دغه مرسته یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.
طالبانو هیله څرګنده کړې چې د بانکي سیستم له لارې به د نغدو پیسو کڅوړې افغانستان ته لېږدول کېږي.
دوه ورځې مخکې هم د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو یوه بسته کابل ته راورسېده.