۸صبح، کابل: په هرات کې د شیعهګانو پر جومات د وسلهوال برید غبرګون کې، په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې تهران په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.
دغه سفارت سېشنبه د غويي پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې ایران په هرات کې وروستی برید غندي.
په کابل کې د ایران سفارت همداراز د دغه برید د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.
د يادونې ده چې دوشنبه د غويي پر ۱۰مه ماښام مهال د هرات په «محمديه ښارګوټي» کې پر موټرسايکل سپرو ناپېژاندو وسلهوالو پر لمونځکوونکو بريد وکړ.
په دغه بريد کې د څلورو نارينه وو، يو ماشوم او يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.