۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې د کابل ښار په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا د کور په کور پلټنې د پیل خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو سېشنبه د غويي پر ۱۱مې د سهار ۴:۳۰ بجو راهیسې د اریا ښارګوټي او چهارقلعه وزیراباد په سیمو کې کور په کور پلټنه پیل کړې ده.
که څه هم تر اوسه د طالبانو د دغه اقدام کره لامل نه دی معلوم؛ خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه ډله د وسلو لټون په هڅې کې ده.
ځایي اوسیدونکي زیاتوي چې طالبانو د کور په کور پلټنې پرمهال له دوی سره «ناوړه» چلند کاوه.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
څه موده وړاندې طالبانو د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکو کورونه هم پلټلي وو.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ورته کړنې ترسره کړي او په ځینو پېښو کې یې ځايي اوسېدونکي هم نیولي دي.