د طالبانو د مشر په یوه وروستي فرمان کې راغلي، چې شرعي قوانین باید د بشر په لاس د جوړو شویو قوانینو ځای ونیسي. نه یوازې طالبان؛ بلکې ټولې بنسټپالې ډلې چې غواړي سیاسي واک ترلاسه کړي، د مسلمان هېوادونو ترمنځ د اوسنیو حکومتونو د نامشروع والي خبره راپورته کوي او ځان د ښه بدیل په توګه رامخته کوي. دوی ادعا کوي چې هغه حکومتونه شریعت نه پلی کوي او وايي چې دوی بنسټپالي به یې اجرا کړي.
د تاریخي تجربې له مخې، پر اسلامي ډلو سربېره، څو حکومتونه او واکمنان هم هڅه کوي، چې د شریعت د تطبیق په شعار ځان مشروع او محبوب وښيي؛ خو هڅې يې ځای نه نیسي. لومړني کس چې دا خبره راپورته کړه، د سوډان پخوانی ولسمشر جعفر نمیري و، چې په دې برخه کې یې قوانین صادر کړل او د ۱۹۸۳ د سپټمبر په قوانینو مشهور شول. همداراز په پاکستان کې جنرال ضیاالحق چې کودتايي او نظامي حکومت یې د مشروعیت له بحران سره مخ و، په ۱۹۸۴ کې د شریعت د پلیتابه په نامه ورته لاره ونیوله؛ خو د جعفر نمیري له برخلیک سره مخ شوه. د ایران او سوډان حکومتونو او همداراز د مجاهدینو او د طالبانو لومړي دور حکومتونو هم د شریعت د تطبیق خبره کوله، چې د هېوادونو ژور ناورینونه يې هوار نه شوای کړی.
هغه څه چې د شریعت د تطبیق داعیه یې په دې بحثونو کې په چورلیزې موضوع اړولې، څو ټکي دي: لومړی، هغوی د حکومتولۍ په اساسي برخو کې بې لاس و پښو دي؛ ځکه چې د خلکو د سوکالۍ لپاره هېڅ تګلاره نه لري، د شریعت د تطبیق په نامه غواړي خپلې ناتوانۍ او ناکامۍ پټې کړي. دویم، یوازې له فقهي زاويې څخه دین پېژني او د اسلام په تاریخ کې له کلامي، فلسفي، عرفاني او عقلاني لارو څخه ناخبره دي او په دې نه پوهېږي چې دین باید یوازې شریعت ته را ونه غورځول شي. درېيم، هغوی د ایډیالوژيکو تبلیغاتو له لارې چې له تېرې یوې پېړۍ راهیسې روان دي، فکر کوي چې د شریعت تطبیق د یو زرو یو شپې په افسانه کې د علاالدین څراغ ته ورته دی، چې هره لوړه ژوره ورسره هوارېدای شي. څلورم، هغوی د نوې حکومتولۍ په اړه پر څه نه پوهېږي او پر دې نه پوهېږي چې نن سبا دولتونه په ډاینمک ټولنې، غښتلیو بنسټونو، روښانه قوانینو، ځواکمنو ګوندونو، روڼتیا او تخصصي پوهې پرمختګ کوای شي. پنځم، هغوی د شریعت د تطبیق په نامه ځان ته لار کاږي، چې خپل ټول مخالفان وځپی او د خپل وسپنیز اسبتداد ستنې ټينګې کړي.
هغوی له ځانه نه پوښتي چې ولې ډېری وګړي غواړي لوېديځو هېوادونو ته کډه بار کړي او ان د اخواني، حزب التحریر او القاعدې پلویانو یوه ورځ هم ونه غوښتل چې له لندن څخه ظاهراً اسلامي هېواد سوډان یا ایران ته لاړ شي او ژوند پکې وکړي، کټ مټ لکه نن سبا چې نه غواړي افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې ژوند وکړي. ان د طالبانو ځینې فکري پلویان د دې ډلې د ولکې په لومړیو ورځو کې سیکولر هېواد ترکیې ته وتښتېدل. دا حقایق ښيي چې مدرن قوانین د علمي او عقلاني مدرنو معلوماتو پر اساس د شریعت موخې ډېرې ښې پلې کړې دي. دلته پر شریعت نیوکه نه؛ بلکې له شریعت څخه په ماشومانه پوهې نیوکه کېږي او دا بنسټپالې ډلې پرې اخته دي.