میانمار کې یو محکمې د دغه هېواد پرځول شوې مشره آنګسان سوچي په څلور کاله بند محکومه کړه.
نوموړې د انفرادي بې سیمو دستګاوو (واکي تاکي) د ناقانونه وارداتو او د کووید-۱۹ قوانینو د نقض له کبله محکومه شوې ده.
سوچي لومړی ځل تېر ډسمبر کې مجرمه وپېژندل شوه او محکمې په دوه کاله زندان محکومه کړه.
هغه د تېر فبرورۍ له کودتا وروسته نیول شوې، چې له لسګونه تورنو سره مخ ده؛ خو مېرمن سوچي دا تورونه رد کړي دي.
د نوموړې محکمه د میانمار پلازمېنه نایپي تاو کې د رسنیو له حضور پرته وشوه.
د هغې له نوي محکومیت سره ټولټال نوموړې په شپږ کاله بند محکومه شوې ده.
میانمار کې ځايي رسنۍ وايي، چې سیاسي بندیانو ته د مرستې انجمن د ارزونې ډلې یو راپور کې ویلي، چې سوچي د ۲۰۲۱ کال له فبرورۍ وروسته د ۱۰ زرو زیاتو بندیانو له ډلې یوه ده، چې د پوځي حکومت له لوري نیول شوي دي.
د بيبيسي له قوله، که سوچي له هغو ټولو تورنو سره چې ورسره مخ ده، مجرمه وپېژندل شي، ممکن په ابدي بند محکومه شي.
آنګسان سوچي ۷۶ کلنه او د نوبل جایزه یې هم ګټلې او د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې يې پوځ د کودتا له لارې حکومت وپرځاوه.