۸صبح، کابل: د هالنډ یوې محکمې یو افغان په ۱۹۸۰ لسیزه کې د کابل په څرخي پله زندان کې له سیاسي مخالفانو سره د ناوړه چلن، ربړونې او جنګي جنایت په جرم په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه د وري پر ۲۵ راپور ورکړی، چې هالنډ محکمې نوموړی د یادو جرمونو له کبله په ۱۲ کاله بند محکوم کړی دی.
د محکمې قاضایانو ویلي، دغه ۷۶ کلن افغان چې ځان یې «عبدالرفیف» باله، په اصل کې هماغه عبدالرزاق عارف دی، چې د ۱۹۸۳ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د کابل په څرخي پله زندان کې قوماندان و.
د محکمې له دغه حکم وروسته د عارف یوه وکیل ویلي، چې د محکمې د حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.
نوموړي ویلي، چې دی په اصل کې هغه څوک نه دی، چې محکمه ګومان کوي؛ خو محکمې د نوموړي شهادت رد کړی دی.
عارف په ۲۰۰۱ کال کې هالنډ ته تللی او هلته یې د رفیف په نوم د دغه هېواد تابعیت اخیستی دی.
نوموړی د نړیوالې محکمې د اصولو له مخې محاکمه شوی دی. د دغو اصولو له مخې، جنګي جرمونه په هغه هېواد کې چې ادعا یې کېږي هلته شوي، که محاکمه نه شي، له هېواده بهر یې هم محاکمه کېدای شي.
د څارنوالانو په خبره، عارف په زندان کې د سیاسي بندیانو مسوول و او دغه بندیان په زندان کې په ناانساني شرایطو کې ساتل کېدل. د څارنوالانو په وینا، د هغه تر قوماندې لاندې ساتونکو بندیان وهل، ربړول او اعدامول.
د محاکمې بهیر کې یوه قرباني قاضیانو ته ویلي، چې لا هم د هغو رواني ربړونو له کبله چې زندان کې پرې تېر شوي، د شپې له خوا ارام خوب نه شي کولای.
هالنډ تر دې وړاندې هم د افغانستان د پوځ د استخباراتو درې لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د ورته جرمونو په تور محاکمه کړي دي.




