پرون د کسبګرو اتحاديې د ۲۰۰ ګرامه ډوډۍ بیه د ۵۰ سلنې په زیاتولو ۱۵ افغانۍ وټاکله. په تېرو څلورو میاشتو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه هم نژدې درې برابره زیاته شوې ده. اوبلن غاز چې تر دې مخکې کیلو په څلوېښت افغانۍ و، پرون په ۱۱۰ افغانۍ پلورل کېده. د غوړیو او نورو خوراکي توکو بیې په بې مخینې توګه زیاتې شوې دي. که د هر څه بیه له پخوا سره پرتلنه کړو، ګران شوي دي. هېڅ خوراکي توکي پخوانی نرخ نه دی ساتلی. کله چې د ګټې لارې تړلې وي، خلک د اساسي اړتیاوو د پېرلو وس هم نه لري.
د زمري له ۲۴ چې پخوانی نظام وپرځېده، د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شوی دی. دا بهیر همداسې روان و او په تېرو دوو ورځو کې لا چټک شو. دغه حالت خلک ووېرول او د دې سبب شو، چې د اسعارو د تبادلې مراکز په کابل او څو نورو ولایتونو کې وتړل شي. د ډالرو د بيې لوړوالی چې په نېغه د ولس پر دسترخوان اغېز لري، په بازار کې يې د توکو بيې لوړې کړې دي. پرون مازدیګر د کابل په مختلفو سیمو کې د خوراکي توکو هټۍ وتړل شوې. هټیوال په دې نظر دي، چې که خپل توکي وپلوري، د بیو له لوړوالي سره سبا د نوي توکو د بیا اخیستلو وس نه لري.
د طالبانو سرپرست حکومت په تېرو څلور میاشتو کې د بحران د مدیریت په برخه کې مثبت تصویر له ځانه نه دی پرېښی. نه د طالبانو ډيپلماټيکې دستګاه دغه حکومت ته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړی او نه يې سیاستوالو عملي او منطقي طرحې وړاندې کړې دي. که په دې موده کې طالبانو د افغانستان د نړیوالو ملاتړو ستندردونو د بشپړاوي لپاره جدي هڅې کړې واې، اوس مو ښايي وږې خېټې کمې درلودای. له بده مرغه په دې برخه کې هڅې دې حد ته نه وې، چې د وضعیت د ښه والي په برخه کې ګټورې ثابتې شي. هېوادوال ورو ورو د طالبانو په نیت شکمن شوي دي. په داسې حال کې چې بازار د بهرنیو اسعارو د بیو د لوړاوي په دلیل تړل کېږي، طالبانو د نړیوال ستندرد د بشپړولو لپاره ملموس ګامونه نه دي اخیستي. په داسې ورځ چې په مرکز کې د ګرانۍ په سبب هټۍ تړل کېږي، د طالبانو جدي اقدام د کمېسیون جوړول او د محتسب ټاکل دي یا دا چې د ښځو د حجاب چوکاټ شرح شي. وضعیت ته په کتو، دا کمېسیون باید تر دې وړاندې جوړ شوی وای، چې له اوسني ترینګلي حالت سره نه وای مخامخ شوي. ایا د طالبانو د هرم په رأس کې د دې وضعیت وړاندوینه چا نه وه کړې؟ که يې وړاندوینه کړې وه، د ۳۵ میلیونو انسانانو د ژوندانه له ژغورلو بل څه مهم و، چې په دې هکله یې لازم اقدامات وځنډول؟
د طالبانو سرپرست حکومت په بیا بیا، د طرحې د جوړولو په هکله خبرې کړې؛ خو په عمل کې وضعیت مثبت تغییر نه دی کړی. په داسې وضعیت کې چې خلک د شپې ډوډۍ ته حیران دي او هېواد له سخت بشري ناورین سره لاس و ګرېوان دی، خلک باید په تورو نخودو پسې ونه لېږل شي. اوس وضعیت دې حالت ته رسېدلی، چې ولس يې په مړه خېټه د شپې د ویده کېدو په هکله فکر کوي یا له لوږې يې اولادونه ونه مري.
طالبان په مستقیم ډول د اوسني وضعیت مسوول دي. دا چې وایو، چا د څه ژمنه کړې، د خلکو ګېډه نه شي مړولی. په نړۍ کې هېڅ دولت نشته، چې د کورني ناورین مسوولیت يې پر غاړه نه وي. لوږه او فقر په داسې حال کې چې بیې ورځ تر بلې په لوړېدو دي، یو جدي بحران دی او واکمنه ډله يې په تړاو مسوولیت لري.
د پخواني دولت له سقوط سره سم، په هېواد کې زرګونه کسان وزګار شول. اوس که وزګارتیا، د بیو لوړوالي او سوړ ژمي ته وګورو، له قحطۍ او لوږې پرته بل څه نه ترې لیدل کېږي. د طالبانو سرپرست حکومت د قانون، عرف او اخلاقو له مخې د وضعیت د کنټرول مسوول دی. هر اقدام چې په پام کې لري، باید چټک واخیستل شي. لوږه او قحطي د خلکو پر ژوند سیوری غوړولی دی. دا حالت پخپله له منځه نه ځي او ټوکې هم نه دي. د طالبانو سرپرست حکومت باید نور وخت له لاسه ورنه کړي، باید نړیوال معیارونه بشپړ کړي، له نړۍ سره تعامل وکړي او له لوږې سره په عملي توګه مبارزې ته راپورته شي.