۸صبح، زابل: په زابل ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بادیني لار د پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو له لوری تړل شوې ده.
د زابل ولایت څخه سیمه ییزو سرچینو د جمعې په ورځ د حوت په ۱۲مه د دغې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو د ناوړه چلند له امله د باديني لاره تړلې ده.
د باديني لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ يوه له هغو ترانسپورتي لارو څخه ده، چې په دې وروستيو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانيستل شوه.
ویل کېږي، چې دغې لارې په وروستیو میاشتو کې پاکستان ته د اسانه لاسرسي له امله د خلکو پام ځان ته اړولی دی.
پاکستانيو او طالب چارواکو تر اوسه د دې لارې د تړلو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د باديني لار، د شخصي ګټو پورته کولو او د پاکستان په مالونو باندې د طالب جنګیالیو له خوا د زیاتې مالیې لګولو له امله د دغه هېواد د پوځ له خوا تړل شوی وه.