۸صبح، کابل: د بيبيسي پانورامای خپرونې داسې شواهد ترلاسه کړي چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ له راتګ وروسته بریټانوي ځانګړو ځواکونو دغه هېواد ته د افغان ځواکونو د لېږد مخه نیولې ده.
په دغه رپوټ کې چې دوشنبه، سلواغې پر ۳۰مه خپور شوی، راغلي، د بریټانوي پوځ سره د خدمت کولو د قانعکوونکو شواهدو سربېره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د افغان ځانګړو ځواکونو د وتلو غوښتنه رد شوې ده.
د دغه رپوټ پر بنسټ، افغان کومانډویانو په ځینو ترټولو خطرناکو پوځي ماموریتونو کې له بریټانوي ځانګړو ځواکونو سره برخه اخیستې ده.
د دغه رپوټ له مخې، د «CF333» او «ATF444» په نوم مشهور افغان ځانګړي ځواکونه له هغو واحدونو څخه وو چې د طالبانو بیاځلې واک وروسته د غچ اخیستو له خطر سره مخ وو؛ ځکه چې دوی د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو تر څنګ مبارزه کوله.
په دغه راپور کې راغلي، د دغو ځواکونو د مرستې او ځایپرځای کېدو سلګونه غوښتنې د بریټانیا حکومت رد کړي او لسګونه نور یې د طالبانو له لوري شکنجه او یا وژل شوي دي.
د (SAS) په نوم سند چې د «LighthouseReports» څېړنیزې ویبپاڼې ترلاسه کړی او د پانورامای له لوري خپور شوی، څرګندوي چې که د بریټانیا ځانګړي ځواکونه مالي ملاتړ رد کړي، غوښتونکی په اتومات ډول له پروسې وځي او د «رد لیک ورته استول کېږي.»
همداراز بيبيسي د دفاع وزارت داخلي ایمیلونه هم لیدلي چې په هغه کې ملکي کارمندان چې د ځایپرځای کېدو طرحه مدیریت کوي، نه شي د ځانګړو ځواکونو مخالفت وننګوي.
ورته مهال، د بریټانیا د دفاع وزارت ویلي چې په دې تړاو د یوې خپلواکې څېړنې په حال کې دي.
د بریټانیا د دفاع وزیر جیمز هیپي تر دې اعتراف وروسته چې د ځینو قضیو تر شا د پرېکړې پروسه «پیاوړې» نه وه، ویلي چې دوی پر دوو زرو قضیو بیا کتنه کوي.
تر دې مخکې بيبيسي راپور ورکړی و چې د بریټانیا پوځ له لوري روزل شوي شاوخوا ۲۰۰ افغان ځانګړي امنیتي ځواکونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو له خطر سره مخ دي.
دغه سرتېري د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي او اوس د ایستلو له خطر سره مخ دي.