د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک له اسراییل څخه غوښتي، څو په غزه کې د خپلې جګړې شدت کم کړي او د ملکیانو د ساتنې لپاره لا ډېره هڅه وکړي.
د نړیوالو رسینو د راپورونو په حواله، بیربوک یکشنبه د جنورۍ پر ۷مه ویلي چې اسراییل دې په محاصره شوې فلسطینۍ خاوره کې د ملکي وګړو د ساتنې په موخه لاډېر اقدامات وکړي.
هغې زیاته کړې: «ښکاره ده، اسراییلي پوځ دې د ملکیانو د ساتنې په موخه نور تدابیر هم ونیسي. له حماس سره د مبارزې په موخه پرته له دې چې زیات شمېر فلسطینیانو ته زیان ورسېږي، نورې لارې چارې دې ولټول شي.»
د هغې په خبره، که حماس دغې «بې مانا مبارزې» ته دوام نه وای ورکړای، جګړه پخوا پای ته رسېدله.
بیربوک ټينګار کړی، اسراییل دې هم په خپل وار ارزونه وکړي چې غزې تړانګه کې څنګه جګړه او له جګړې وروسته هلته څه ډول چلن وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې چې فلسطینیان دې له خپلې خاورې نه شړل کېږي.
جرمني له حماس سره د جګړې له پېل راهیسې د اسراییل کلک ملاتړی هېواد دی.
د یادونې وړ ده چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پېل راهیسې په غزې تړانګه کې له ۲۲ زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.