۸صبح، کابل: د بريتانیا پر بهرنیو مرستو څارونکی کمیسیون (ICAI) وایي، هېواد یې له افغانستان سره خپلې مالی مرستې، ۵۰ سلنه کمې کړې دي.
دغه بنسټ نن پنجشنبه، د غوايي په ۲۸مه، په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې ددغو مرستو کموالی، د پولیو واکسین او ماینپاکۍ په ګډون، د ځینو پروګرامونو د بندېدو او ځنډېدو لامل شوې دي.
ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، بریتانیا سږ کال له افغانستان سره خپلې مرستې له ۲۴۶ میلیون پونډو نه، ۱۰۰ میلیون پونډو ته راکمې کړې دي.
د راپور له مخې، بريتانیا په ناڅاپي او نه اټکلېدونکي ډول د خپلو مالي مرستو په کمولو سره، په افغانستان کې ورځ په ورځ «لازیاتېدونکي» بشري ناورین په کمولو کې رول نه شي لوبولای!
ددغه سازمان کمیشنر (سر هيو بیلي) زیاته کړې: «بريتانيا د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، له افغانستان سره د نړۍ په مرستو کې مهم رول لوبولی دی، خو اوس د بريتانيا د مالي مرستو کمېدل، پر هغو پروګرامونو منفي او مستقيم اغېز لري، چې افغانان ترې ګټه پورته کوي.»
بریتانیا په ۲۰۲۲ زېږدیزکال کې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې، ۲۴۶ میلیونه پونډه مرسته کړې وه، خو سږ کال له افغانستان سره ددغه هېواد مرستې، ۱۰۰ میلیونه پونډو ته راکمې شوې دي.
بلخوا، ددغه بنسټ کمېشنر د مرستو پر کمښت د بیا کتنې ترڅنګ، له بریتانیا غوښتي، چې د خپلو مرستو د لګولو پر چاره د اغېزناک څار په خاطر په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور ولري.
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) چارواکو له ۸صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال، تایید کړه چې له افغانستان سره ددغه سازمان د مرستو کچه د بودجې د کمښت له امله راټیټه شوې ده.