د برتانیې حکومت ژمنه کړې چې اوکراین ته به سلګونه اوږد واټنه بېپیلوټه الوتکې واستوي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، اوکراین ته د بېپیلوټه الوتکو د استولو په اړه نن دوشنبه (د مې په ۱۵ مه) د بریتانیا د صدراعظم (ریشي سناک) او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ، د لیدنې پر مهال خبرې وشوې.
بريتانيا هم ژمنه کړې چې کيف ته به د هوايي دفاع سل توغندي او له ۲۰۰ کيلومترو زيات واټن وهونکې بېپيلوټه الوتکې ورکړي.
تمه کیږي چې ژمنه شوې وسلې به راتلونکې میاشت اوکراین ته ولیږدول شي.
ظاهراً ددغو مرستو موخه، د اوکرایني ځواکونو پیاوړي کول او د روسیې د پوځ پرضد د ځوابي برید پیلول دي.
بريتانيا چې د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکراين له مهمو متحدينو څخه ده، تر دې مخکې یې هم کيف ته د ۲۵۰ کيلومترو واټن ويشتونکي کروز ميزايل او ددغه هېواد له خوا جوړ شوي چلنجرز جنګي ټانکونو په ګډون، اوږده واټن ويشتونکي وسلې ورکړي دي.
ولادیمیر زیلینسکي، له څو ورځو راهیسې د اروپا مختلفو هیوادونو ته خپل دورهیي سفرونه، پیل کړي دي.
زیلینسکي اروپا ته د خپل سفر په دې پړاو کې ایټالیا، جرمني، فرانسې او بریتانیا ته تللی او ددغو هېوادونو له مشرانو سره یې لیدلي دي.