۸صبح، هرات: په هرات کې سیمهییزو سرچینو ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو کس د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لېږدولو له امله نیولی دی.
سرچیني وايي چې طالبانو دا ځوان دوشنبه د غويي پر ۱۰مه سهار مهال د دغه ولایت د ګلانو چوک سیمې په یو سوداګریز مارکېټ کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.
د سرچینو په خبره، دغه ځوان پرون ۲۰۲۴ نړیوال جام ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې لارموندنې په خوښۍ کې درې رنګه بیرغ له ځان سره لېږدولی و.
تر اوسه د دغه زلمي برخلیک څرګند نه دی.
په هرات کې ځايي طالبانو هم په دې اړه څه ویلي نه دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د درې رنګه ملي بیرغ پر کارونې بندیز ولګېد.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پروسږکال په ننګرهار کې هم د یو خصوصي پوهنتون نهه محصلان د ملي سرود خپرولو په تور نیولي و.