خبرونه

بېنېټ هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید غندلی

بېنېټ: نړیوال بنسټونه دې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لاسنیوي لپاره ډېره بودیجه ځانګړې کړي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ډېره بودیجه ځانګړې کړي. بېنېټ شنبه د غويي پر ۲۹مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې له ژغورنې او لټون وراخوا، په افغانستان کې سېلاب ځپلي عادي ژوند ته...

په غور کې سېلاب؛ طالبانو د ۵۰ کسانو مړینه منلې

د خوړو نړیوال پروګرام: په غور کې سېلابونو څه باندې دوه زره کورنې زیانمنې کړې دي

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په غور کې وروستیو سېلابونو دوه زره او ۵۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي. خوړو نړیوال پروګرام شنبه د غويي پر ۲۹مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په سیمه کې د دغه بنسټ د ارزونې ډلې شته، څو وکړای شي خپلې مرستې پر وخت ورولېږي. په غور کې د طالبانو د والي ویاند...

طالبان: په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته پورته شو

طالبان: په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته پورته شو

۸صبح، کابل: د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو شوي وسله‌وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شوی دی. د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د غويي پر ۲۹مه په یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي چې په دې برید کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان وژل...

هند: چابهار پروژه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ځانګړی ځای لري

هند: چابهار پروژه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ځانګړی ځای لري

۸صبح، کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې چابهار بندر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې مهم دی. دا څرګندونې ټایمز اف انډیا شنبه د غويي پر ۲۹مه د جیسوال له قوله لیکلې دي. نوموړي زیاته کړې چې دا پروژه د ټولې سیمې په ځانګړې توګه په وچه کې راګیر افغانستان او...

د پاکستاني او طالب پوله‌ساتو ترمنځ د مذاکراتو پېل؛ «د دواړو خواوو ځواکونه ګوته په ماشه دي»

د پاکستاني او طالب پوله‌ساتو ترمنځ د مذاکراتو پېل؛ «د دواړو خواوو ځواکونه ګوته په ماشه دي»

۸صبح، پکتیا: په پکتیا او خوست کې ولسي سرچینې وايي چې کرښې ته څېرمه سیمو کې د پاکستاني او طالب پوځیانو ترمنځ نښتې درېدلې دي. سرچینو شنبه د غويي پر ۲۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دمګړۍ دا نښتې د کرښې دواړو غاړو قبایلي مشرانو په منځګړیتوب درېدلې دي. د سرچینو په وینا، دمګړۍ پاکستاني او طالب پوله‌ساتي د پکتیا...

یوناما په افغانستان کې پر ملکيانو د هدفمندو بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

یوناما: په بامیان کې پر سیلانیانو د مرګوني ترهګریز برید له کبله «هېښ» شوي یو

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید «ترهګریز» بللی دی. یوناما شنبه د مرغومي پر ۲۹مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په بامیان کې پر ملکي وګړو او سیلانیانو مرګوني برید «حیران او هېښ» کړي دي. یوناما د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي...

په عمان کې د سیمې کړکېچ زیاتېدو د مخنیوي لپاره د امریکا او ایران ترمنځ نامستقیم مذاکرات

په عمان کې د سیمې کړکېچ زیاتېدو د مخنیوي لپاره د امریکا او ایران ترمنځ نامستقیم مذاکرات

تېره اوونۍ د جو بايډن دوو لوړپوړو چارواکو په نامستقيم ډول په عمان کې له ايراني چارواکو سره د سيمه‌ييز کړکېچ د زياتېدو د مخنيوي پر څرنګوالي خبرې‌اترې کړې دي. دوو معتبرو سرچینو جمعه د مې پر ۱۷مه اکسویس نشریې ته ویلي چې دا مذاکرات د منځني ختیځ په چارو کې د ولسمشر بایډن د لوړپوړي سلاکار برېټ مک‌ګرک او...

په غور کې سېلاب؛ طالبانو د ۵۰ کسانو مړینه منلې

په غور کې سېلاب؛ طالبانو د ۵۰ کسانو مړینه منلې

۸صبح، غور: په غور کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو له کبله تر ۵۰ زیات کسانو ژوند بایللی دی. د طالبانو د غور والي وياند عبدالواحد حماس شنبه د غويي پر ۲۹مه ویلي په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له کبله څه باندې دوه زره استوګنیز کورونه...

ایران په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید «ترهګریز» بللی

۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بامیان ولایت کې پر بهرنيو سیلانیانو وسله‌وال برید غندلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په بامیان ولایت کې جمعه د غويي پر ۲۸مه برید یوه «ترهګریزه کړنه» بللې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي...

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په بامیان کې د خپلو درېیو وګړو وژل کېدل ومنل

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په بامیان کې د خپلو درېیو وګړو وژل کېدل ومنل

۸صبح، کابل: د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په بامیان ولایت کې د وسله‌وال برید په ترڅ کې د دغه هېواد درې وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز، جمعه د غويي پر ۲۸مه شپه مهال په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغې پیښې قربانیان «سیلانیان» وو. هغه...