کلتور د انسانانو د ټولنیزو تجربو خزانه ده، چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې یې له ګڼوالي او پوخوالي نه د چلندونو، باورونو، ارزښتونو او معیارونو پېچلي نظام ته ارتقا کړې ده. هر څومره چې انسان ډېره کلتوري وده وکړي، هومره د خپل ژوند له غریزي کچې نه لوړېږي او د حیواناتو له نړۍ سره یې واټن زیاتېږي او په هماغه کچه د انسانیت مفهوم ته ژورتیا او پراختیا ورکوي. کلتور بېلابېل اړخونه او بڼې لري چې نړۍ ته د انسان د سترګو پرانيستو له ورځې نیولې ترې د سترګو پټولو تر شېبې پورې ټول په ځان کې رانغاړي او د ژوند هېڅ پړاو یې له مداره بهر نه پاتې کېږي. البته، کلتور د یوې تاریخي ښکارندې په توګه، د وخت او ځای له شرایطو سره تړاو او همغږي لري او د هر کلتور ځینې برخې د وخت په تېریدو سره خپل کارندوالی له لاسه ورکوي او خپل ځای غورو او نويو برخو ته پرېږدي. متحرک او خوځنده کلتورونه په دوامداره توګه پوټکي اچوي او له نويو شرایطو او اړتیاوو سره سم ځان بیا جوړوي؛ په داسې حال کې چې فسیل شوي کلتورونه عقلاني بیاکتنې ته غاړه نه ږدي او د هر ډول نويتابه او نوي کېدو پر وړاندې سخت دي او د خلکو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ کوي.
د نوروز او نوي کال جشنونه زموږ د تمدن د تر ټولو لرغونو کلتوري دودونو برخه ده، چې جغرافیه یې د هند له نیمې وچې نیولې تر منځنۍ اسیا، قفقاز او بالکان پورې بېلابېلو هېوادونو ته رسېږي، یعنې د ځمکې پر مخ یوه پراخه سیمه چې یو وخت د فارسي ژبې کلتوري سیمه وه. نوروز که له یوې خوا د کلیز پېل دی، چې د دې سیمې له موسمي بدلونونو سره ښکاره اړخ لګوي او د بشري تاریخ تر ټولو دقیق کلیز (جنتري) یې رامنځته کړی دی، له بلې خوا، نوروز د نوي پيل، داسې نوي پیل چې له سمسورتیا، سوکالۍ او زرغونتیا سره مل دی، زېری ورکوي. انسانان له طبیعت او د هغه د بدلونونو په ژور درک سره، د هستۍ له کلیت سره ژور تړاو او له چاپیریال سره ډېره دوستانه اړیکه پیدا کوي او د ښه راتلونکي لپاره هیله من کېږي.
نوروز په سمبولیکو دودونو سره نمانځل کېږي چې د دورو د تېرېدونو په لړ کې رامنځته شوی او ډېرې ماناوې لري، څو انسانان په دې پلمه د ځان نوي کولو او بیارغونې لپاره هڅه وکړي. له همدې امله، نوروز له ډېرو سياسي، ټولنيزو، کلتوري او ان مذهبي بدلونونو سره سره، زموږ د سيمې د خلکو په ژوند کې خپل اهميت ساتلی دی. د نوروز نمانځل په واقعیت کې د هغو مفاهیمو درناوی دی چې د دې ښکارندې تر شا پراته دي او پر دې سربېره، د څو زره کلونو د کلتور او تمدن د تجربو د ساتنې هڅه ده چې د انسان ژوند ته یې ژوره مانا او محتوا ورکړې ده.
زموږ په هېواد کې یوازې متعصبې او د کلتور ضد ډلې د نوروز او د هغه د نمانځنې مخالفت کوي. هغه ډلې چې نه پوهېږي کلتور څه دی او تمدن له کوم ځایه راغلی او دا ښکارندې د انسان په ژوند کې څه رول لري. دا ډلې مذهب له عقل او تمدن سره د ضدیت په مانا ګڼي او خپل رسالت د انسانانو له ژونده د کلتور له منځه وړل بولي. نو د نوروز نمانځل اړین دي؛ ځکه چې د کلتور د له منځه وړلو له بهیر سره د مقابلې لپاره اصلي او مانا داره هڅه ده، د دغو ډلو پر وړاندې شا ته کېدل او دغه بهیر ته تسلیمېدل، مدنیت ضد، خرافات پالو او کلتور ضد بهیرونو پر وړاندې د ډال غورځولو او د کلتوري ارزښتونو او تمدنونو د دفاع له کرښې نه د شا ته کېدو په مانا دي. نوروز باید تر بل هر وخت ډېر په پرتمینه توګه ونمانځل شي او د څو زره کلن کلتور او تمدن بیرغ باید تر پخوا لوړ وساتل شي.