په ۲۰۲۰ کال کې، د سویلي آسیا سیمه د یوه لوی بدلون یعنې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو شاهده وه. د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د نړۍ مهمو او لویو هېوادونو لکه چین، پاکستان او امریکا اغېزناک ګډون درلود.
بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې طالبان له دوو لسیزو وروسته د افغانستان پر پلازمیني کابل واکمن شول او د هېواد ډېرې سیمې یې تر واک لاندې راوستې. که څه هم طالبان تراوسه په رسمي توګه د هېڅ دولت له خوا نه دي پېژندل شوي، خو له زیات شمېر هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو سره د نظر تبادله کوي. ددې لیکنې پوښتنې دا دي چې په دغه راز شرایطو کې، په افغانستان کې رامنځته شوي وضعیت ته په پام سره به پاکستان د امریکا په لور ولاړ شي که د چین؟ د افغانستان بدلونونه د چین یا امریکا په لور د پاکستان پر ګروهنې څه اغېز لري؟
په دغه سیمه کې (په تېرو دوو لسیزو کې) د قدرت معادلو ته له تاریخي پلوه په پام سره، پاکستان او هند سره مخالف دي او له چین سره د پاکستان اړیکې په تېره بیا په پوځي برخه کې چې د هند سیال دی، دوام لري. له پاکستان سره د امریکا د اړیکو په اړه باید ووایو چې په دې وروستیو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ هیله منوونکې اړیکې نشته. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دې باور دی چې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري د پاکستان په زیان تمامه شوې ده. د پاکستان لومړي وزیر په تېرو دوو لسیزو کې له امریکا سره د پاکستان اړیکې وېروونکې بللې او اعلان یې کړی چې پاکستان له افغاني ډلو سره په جګړه کې د امریکا د متحد په توګه، په ځلونو له هوايي بریدونو سره مخ شو. همداراز عمران خان له نړۍ وغوښتل چې طالبانو ته وخت ورکړي.
له بلې خوا، د طالبانو مخالفین، پاکستان ددغې ډلې چې اوس پر کابل واکمنه ده لوی ملاتړی بولي. د اسلام آباد د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه له بیجینګ سره د واشنګټن ترینګلې اړیکې او د پاکستان له دودیز او پخواني دښمن هند سره د امریکا نږدې اړیکې، په نوي پړاو کې له اسلام آباد سره د واشنګټن د اړیکو په پياوړتیا کې ستونزې رامنځته کړي. د پاکستان په اند، په افغانستان کې د سولې د هڅو بریالیتوب او د امریکایي ځواکونو مسوولانه وتل به د اسلام آباد لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه او بریالیتوب وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د بایډن له دولته وغوښتل چې د افغان سولې بهیر او له دې هېواده د ځواکونو وتلو ته ژمن پاتې شي.
واشنګټن په افغانستان کې خپلو تېروتنو ته سخت ځېر دی او پاکستان د امریکا لپاره ددغې معادلې یوه برخه ده. د امریکا په سنا جرګه کې، د جمهوري غوښتونکو له خوا یوه لایحه وړاندې شوه چې د ټولو هغو دولتونو له خوا چې له طالبانو یې ملاتړ کړی د طالبانو پر سمبالچاري حکومت د بندیزونو غوښتنه پکې شوې. پاکستانۍ رسنۍ دا لایحه د پاکستان ضد بولي او وايي چې د امریکا او افغان مشرتابه د ناکامیو لپاره، پاکستان له ګواښ سره مخ شوی دی. پاکستانيو چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان د خلکو لپاره باید د طالبانو اوسنی دولت پياوړی او تثبیت کړي.
له سیمې د امریکا له وتلو سره په یو وخت، چین له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان راتلونکی او پرمختګ له چین سره یو ځای وباله. د بېلګې په توګه، که د چین ـ پاکستان ـ CPEC اقتصادي کورېډور افغانستان ته پراخ شي، چین کولای شي د اقتصادي راکړو ورکړو د آسانتیا لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېخ بنسټونو له پراختیا سره مرسته وکړي. عمران خان همداراز د ۲۰۲۱ کال په جون کې اعلان وکړ چې هېواد یې د اسلام آباد او بیجنګ ترمنځ پياوړو اړیکو له امله د امریکا او لوېدیځ له فشار سره مخ دی. چین په سویلي آسیا کې د پرمختګ مخکښ دی.
دا هېواد د پورونو په ورکولو او بنسټیزو اوږدمهاله پانګونو سره فعال او رغنده رول لري، په تېره بیا پاکستان له دغو پانګونو برخمن شوی او د خپل هېواد پرمختګ یې ددغو پرمختګونو او د چین په شان بډایه هېوادونو له قدرته د ملاتړ او استفادې پر بنسټ ولاړ دی. هم له اقتصادي او هم پوځي پلوه، د چین او پاکستان ترمنځ یو پياوړی او نه انکارېدونکی ارتباط شته چې په آسانۍ نه شي زیانمنېدای. پاکستان په اوسني وخت کې په هماغه کچه چې له امریکا واټن خپلوي، چین ته نږدې کېږي. له بلې خوا، چین هم پاکستان د افغانستان د سولې او د سیمې د ثبات په بهیر کې، اغېزمن هېواد وباله او وې غوښتل چې همکاري وکړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ستونزې د امریکا په بیا کتنې سره لیرې نه شوې؛ خو چین کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تړاوونو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات کم کړي.
د پاکستان په اړه د امریکا نظر هم له ځانګړي شک سره مل دی، امریکايي چارواکو د هند او پاکستان ترمنځ چې د یو بل سیالان دي، له هند سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ونډي شرمن اسلام آباد ته په سفر کې، په ښکاره پاکستانیو چارواکو ته د جوبایډن خبرداري ورورساوه او اعلان یې وکړ چې امریکا له نوموړي هېواد سره خپله رابطه کمه کړې ده. مېرمن شرمن پاکستان ته له سفره مخکې، هند ته تللې وه او په ممبئ کې یې په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال په ښکاره د امریکا او پاکستان د راتلونکو اړیکو په اړه خبرې وکړې. له بلې خوا، هغې ټینګار وکړ چې له هند سره د امریکا اړیکې د پياوړتیا په حال کې دي او واشنګټن به له اسلام آباد سره (لکه څنګه چې له هند سره یې لري) د یو شان اړیکو د ټینګولو نیت ونه لري.
په پایله کې په اوسنیو شرایطو کې په سیمه کې له پاکستان او چین سره د طالبانو د سرپرست حکومت اړیکې په پراختیا دي او ددغو درېیو هېوادونو د نږدې کېدو په وړاندې ګډ ګواښونه او ګټې موجودې دي.
له بله پلوه، له هند سره د امریکا اړیکې (په تېره بیا په پوځي، اټومي او اقتصادي) برخو کې ډېرې پياوړې دي او له پاکستانیانو د چین هرکلی په تېره بیا په ودانیزو او بنسټیزو برخو کې، هغه هم په سیمه کې د لوېدیځ د ګواښونو د شنډولو لپاره، دغه دواړه هېوادونه یو بل ته لا نږدې کوي. هرڅومره چې واشنګټن پاکستان ته د شک په سترګه وګوري، په هماغه کچه بیجینګ د پاکستان ـ چین ـ افغانستان ترمنځ د لازیاتو همکاریو زمینه برابروي.