۸صبح، کابل: د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ (Save the Children) په خپل تر ټولو تازه راپور کې د افغان ماشومانو په اړه ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۴.۴ میلیون اړمنو څخه ۱۳ میلیونه یې ماشومان دي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۵ خپل راپور کې ویلي، چې د وړاندوینو له مخې د روان کال د جولای او سپتمبر میاشتو منځ کې به د ۹.۲ میلیون ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸.۹ میلیون تنه د خوراکي توکو له بېړنۍ ناامنۍ سره مخ شي.
د دغه بنسټ په وینا، سږ کال ۹۷ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ته د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
اوسمهال تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱.۱ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په همدې توګه، افغانستان کې ۸ میلیونه ماشومان زده کړو ته د لاسرسي لپاره ملاتړ ته اړتیا لري او د ښوونکو د حقونو د نه ورکولو په صورت کې ۱۰ میلیونه ماشومان د زده کړو د پرېښودو له ګواښ سره مخ دي.
په همدې حال کې یونیسف ویلي، چې افغانستان کې ۴.۵ میلیونه ماشومان رواني روغتیا ته اړتیا لري.
دغه بنسټ همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان د بېلابېلو له دې جملې د کووېډ ۱۹، شري، سخت نسناستي (AWD) او ډنګي تبې له خپرېدو سره مخ دی.
افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له پراخو ستونزو، له بېوزلۍ نیولې تر ډول ډول ناروغیو او طبیعي پېښو سره مخ شوی دی.