پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ شول. د دغو له ډلې ډېری یې ایران او پاکستان ته لاړل؛ ځکه مخکې دغو هېوادونو ته تګ اسانه و. له مخالفانو او نیوکګرو څخه د طالبانو غچاخیستنه بیا د ډېرو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی او دا شمېر کسانو هڅه کړې چې ځانونه د طالبانو له لاسرسي لرې وساتي. بلخوا، طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم تړلي او د بیا پرانېستلو څرک یې نه لیدل کېږي. له همدې کبله، یو شمېر کورنۍ د دې لپاره چې لوڼې یې له زدهکړو پاتې نه شي، له هېواده وتلې دي. بل پلوه، افغان زدهکوونکي بیا په ایران او پاکستان کې د زدهکړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې وروستیو کې ایران یو شمېر افغان کډوالو ته د ځانګړو شرایطو له مخې اجازه ورکړې څو د دغه هېواد په دولتي ښوونځيو کې درس ووايي؛ خو په پاکستان کې بیا دا اسانتیا نه شته. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ دفتر په مرسته د افغان ماشومانو لپاره ځیني ښوونځي جوړ شوي؛ خو دا بیا د پاکستان په ټولو برخو کې نه شته او ډېر شمېر زدهکوونکې ورته لاسرسی نه لري. له همدې کبله، د اسلاماباد په څېر د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې افغانان اړ دي خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته ولېږي؛ خو هره کورنۍ بیا د دغو ښوونځيو د لګښتونو پېټی نه شي پورته کولای.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې د دولت د پرځېدو، روانی فشارونو، ناڅرګند برخلیک او له دغه هېواده د احتمالي ایستلو د ګواښ له کبله یې د ماشومانو د زدهکړو بهیر اغېزمن شوی دی.
په اسلاماباد کې مېشت افغان کډوال نعمت قرباني وايي، د هغو کډوالو لپاره چې ټول څه یې په افغانستان کې پاتې شوې دي، په دغه هېواد کې د خصوصي ښوونځيو د لګښتونو له پوره کولو ناتوانه دي. په دې لګښتونو کې د نوملیکنې فیس، کلنۍ فیس، میاشتنی فیس، د کتاب او کتابچو لګښت، د یونیفورم او د ټرانسپورټ پیسې راځي. قرباني ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «کله چې یو ماشوم یا ماشومه ښوونځي ته دننه شي، باید ډېر لګښتونه پرې کړي …لومړی باید کلنۍ فیس ورکي او میاشتنی فیس چې ښوونځيو ته په کتو توپیر کوي، بیا لږ تر لږه درې زره کېږي. دغه راز په کال کې د کتاب، کتابچې او د زدهکړو د نورو توکو لګښت بیا شاوخوا ۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې کېږي چې باید هر زدهکوونکی یې پرې کړي.» دغو ښوونځيو د زدهکوونکو لپاره له معمولي یونیفورم برسېره چې دا هم د کورنیو له خوا چمتو کېږي، د مناسبتي ورځو لپاره هم ځانګړی یونیفورم لري چې د لګښت پرې کولو مسوولیت یې هم د زدهکوونکو په غاړه دی. قرباني زیاتوي: «سربېره پر دې چې هر خصوصي ښوونځی خپل ځانګړی یونیفورم لري، زدهکوونکی باید د کلتوري پروګرامونو لپاره هم ځانګړی یونیفورم ولرې چې هماغه پروګرام پورې تړاو ولري.» د نعمت قرباني په خبره، د پاکستان په خصوصي ښوونځيو کې ډېرې لږې کورنۍ توانېږي چې خپل ماشومان پکې شامل کړي او په وینا یې، د نورو کورنیو ماشومان چې د دغو ښوونځيو د لګښتونو پرې کول یې له وس پورته دي، له زدهکړو پاتې کېږي.
مجیب غوري (مستعار نوم) یو بل افغان کډوال دی چې د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه ژوند کوي. نوموړی وايي چې افغان کډوال ماشومان د پاکستان په دولتي ښوونځیو کې د زدهکړو حق نه لري. غوري زیاتوي چې د پاکستان په خصوصي ښوونځيو کې هم شاملېدل ګڼې ستونزې لري. نوموړی وايي: «ځیني خصوصي ښوونځي په لوړ لګښت او د یو یا دوو پاکستاني وګړو په ضمانت د افغان ماشومانو نوملیکنه مني.» دغو کډوالو ته د ضمانت لپاره د یو یا دوو پاکستاني وګړو موندل یوازینۍ ستونزه نه ده؛ هغوی د کار کولو حق هم نه لري (هغه کډوال چې PRR او ACC کارټونه ونه لري)، د دغو ښوونځيو د لګښتونو پېټی هم نه شي پورته کولای. د ښاغلي غوري په خبره، سره له دې چې د ډېر شمېر کورونو خاوندان د کډوالو ماشومانو له ضمانت کولو ډډه کوي، ډېری کورنۍ بیا د میاشتې له درېیو تر ۱۰ زرو پاکستانۍ کلدارو لګښت هم نه شي پرې کولای.
په پاکستان کې هم یو شمېر افغان کډوال له ناامنۍ سره مخ دي او دا یې د ارامۍ ساه اخیستلو لپاره نه پرېږدي چې له کبله یې د دغو کورنیو د ماشومانو زدهکړې هم اغېزمنې شوې دي. مجیب غوري وايي: «ډېری کورنۍ د وېرې او خپل امنیت د خوندیتوب لپاره په ډېرو لرو سیمو کې په پټه ژوند کوي. په دې سیمو کې ان ښوونځي او ښوونیز مرکزونه هم نه شته او که وي هم د دغو کسانو د اوسېدو له ځایه ډېر لرې دي.»
محمد محمودي یو بل افغان کډوال دی چې په اسلاماباد کې یې خپل ماشومان په یو خصوصي ښوونځي کې شامل کړې دي. نوموړی هم د ښوونځي له لوړ لګښته سر ټکوي او وايي: «په پېل کې باید د نوملیکنې (داخلې) فیس، کتاب و قلم، کتابچې او د ښوونځي د یونیفورم لګښت چې هر ښوونځی یې ځانته لري، ورکړې او فیس هم باید له میاشتې وړاندې تحویل کړې که نه نو د میاشتې په پېل کې به درته ګرانه پرېوزي.» محمودي زیاتوي په کور کې هم د زدهکړو لپاره مناسب چاپيریال نه شته؛ ځکه په خبره یې په یو کور کې څو کورنۍ ژوند کوي. نوموړی وايي: «په پاکستان کې د افغان کډوالو هره کورنۍ یوازې د شپې ورځې تېرولو لپاره یوه کوټه کرایه کوي، ځکه د کورونو کرایې لوړې دي. دا د زدهکوونکو پر درسونو اغېز کوي؛ ځکه په یو درې اتاقي کور کې چې باید یوه کورنۍ ژوند وکړي، درې کورنۍ پکې مېشتې دي چې هلته بیا د ماشومانو غالمغال او شورماشور وي.»
په پاکستان کې د کډوالو زدهکوونکو پر وړاندې نورې ننګونې بیا د لوږې، ناڅرګند برخلیک، له دغه هېواده د ایستلو احتمالي ګواښ او رواني فشارونه دي. پروسږکال د پاکستان لنډمهالي حکومت په دغه هېواد کې له اسنادو پرته د مېشتو ۱.۷ میلیونه کډوالو د ایستلو لړۍ پېل کړه چې د راپورونو په حواله تر دې دمه له دغه هېواده لږ تر لږه ۵۰۰ زره کډوال شړل شوي دي.
تازه پاکستان اعلان کړی چې د روان کال د اپریل له ۱۵مې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پېلوي. د پاکستاني دولت په خبره، په دې پړاو کې به هغه افغان کډوال چې (ACC) يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، له دغه هېواده وشړل شي.
د پاکستان فډرالي دولت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې په بېړه د دې ډول کډوالو معلومات راټول کړي. افغانستان ته د کډوالو ستنول به که له یوې خوا د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي، بل پلوه د دغو کورنیو د ماشومانو پر زدهکړو هم اغېز پرېباسي. نعمت قرباني وايي: «هغه څوک چې د ویزې او پاسپورټ په څېر اسناد نه لري، په کلکه تر رواني فشارونو لاندې دي.» دا ډله کډوال د پاسپورټ او ویزې نه لرلو له کبله لومړی د پاکستان په خصوصي ښوونځيو کې د خپلو ماشومانو د شاملولو پر مهال له ستونزه سره مخ کېږي. د ښاغلي قرباني په خبره، که دا کورنۍ له دې خنډه هم تېرې شي؛ ښوونځي ته د تګ راتګ او ان ښوونځيو کې د پاکستاني پولیسو د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.
محمد محمودي هم وايي چې رواني فشارونه او ناڅرګند برخلیک له کبله د کډوالو ماشومانو زدهکړې اغېزمنې شوې دي. نوموړی زیاتوي: «ناڅرګند برخلیک، له پاکستانه د کډوالو د شړلو احتمالي ګواښ او مالي ستونزې بیا هغه دي چې کډوال یې له رواني ستونزو سره مخامخ کړي او دې چارې د ماشومانو زدهکړې هم اغېزمنې کړې دي.»
د یادونې ده چې د پاکستان په ځينو سیمو کې د تېرو څو لسیزو راهیسې د کډوالو ماشومانو لپاره ځانګړي ښوونځي چې له افغان دولت سره ثبت دي، فعالیت کوي. دا ښوونځي نه شي کولای په پاکستان کې ټول مېشت کډوال تر خپل پوښښ لاندې راولي. بلخوا، د دغو ښوونځيو شمېر هم کم دی چې د ټولو زدهکوونکو ماشومانو د پوښښ وړتیا نه لري.