۸صبح، کابل: هرانا خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران له لسیزو راهیسې زیانمن کسان په ځانګړي توګه افغان ماشومان، مالي او قانوني مېشتېدنې په بدل کې پوځي خدمت ته اړ کړي دي.
نوموړي خبري اژانس سهشنبه د کب پر ۲۲مه د «ایران له لوري په جګړه کې د سرتېرو په توګه د ماشومانو د کارونې په اړه هر اړخیز راپور» تر سرلیک لاندې یو څېړنیز راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې ایران د سوریې جګړې لپاره د فاطمیون پوځ په چوکاټ کې افغان ماشومان لېږلي دي.
هرانا خبري اژانس لیکلي چې دا راپور د نړیوالو بشردوستانه قوانینو (جګړې قوانینو) او ماشومانو حقونو د نقض یوه ټولګه ده او په وینا یې، جګړهییزو سیمو ته د ماشومانو د جذب، روزنې او لېږنې په برخه کې د ایران ژوره ښکېلتیا څرګندوي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې ایران له ګڼو نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده. د بېلګې په توګه د ماشومانو د حقونو له پرېکړهلیکه چې پکې راغلي له ۱۵ کالو کم عمره ماشومان دې په جګړو کې نه جذبېږي او نه کارېږي.
په دې راپور کې راغلي چې د فاطمیون لښکر ډېری غړي افغان کډوال و.
د راپور په حواله، د ایران سپاه پاسداران د جلب و جذب په موخه د افغانستان دننه هم فعال و او په خبره یې، په دغه هېواد کې یې نارسمي دفترونه لرل.
د هرانا په خبره، که څه هم د فاطمیون په ډله کې د ماشومانو کره شمېر څرګند نه دی؛ خو د دغه خبري اژانس موندنې ښيي چې سپاه پاسدران د سوریې په جګړه کې د برخه اخیستنې او فاطمیون لښکر سره د یوځای کېدنې په موخه له ۱۸ کاله او ان له ۱۵ کاله کم عمره ماشومان د سرتېري په توګه کاروي.
د راپور پر بنسټ، په ۱۳۹۶ کال کې د بشري حقونو څار سازمان د سپاه پاسداران له لوري په فاطمیون لښکر کې د لږ تر لږه اتو افغان ماشومانو د ګومارنې پخلی کړی چې په خبره یې، دا ټول افغان ماشومان د سوریې په جګړه وژل شوي او له دغې ډلې څلورو یې د مرګ پر مهال یوازې ۱۴ کاله عمر لاره.
تر دې دمه ایراني دولت په دې اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې هم د ایران له خوا د سوريې په جګړه کې د افغان ماشومانو د استخدام په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
افغانستان له سوریې وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال لري.
په ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو او محدودیتونو سره لاس ګریوان دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دغه بنسټ ۷۸۰ کډوال ثبت کړي او په دغه هېواد کې ۲.۶ میلیونه پرته له اسنادو او ۶۰۰ زره بیا د قانوني اسنادو په درلودو ژوند کوي.