د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، چین د مرکزي دولتي ادارو چارواکو ته امر کړی چې ایفونه او نور بهرني برانډ شوي وسایل په خپلو دفترونو کې ونه کاروي.
وال سټریټ ژورنال د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۶نېټه د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دغه حکم په وروستیو اونیو کې د چین دولتي کارکوونکو ته استول شوی، خو د حکم د حد په اړه څه نه دي ویل شوي.
د راپور له مخې، دا حکم په داسې حال کې صادر شوی چې ایپل په پام کې لري په راتلونکو اونیو کې ۱۵ (AAPL.O) په نوم د ایفون نوې نسخه وړاندې کړي.
په وروستیو کلونو کې د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
تر دې مخکې د امریکا د نیویارک ښاروال اعلان کړی و چې په دولتي ادارو کې د چینايي ټولنیزې شبکې ټیک ټوک کارول منع دي.
په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د ټیک ټیک کارول منع شوي دي.