۸صبح، کابل: په تېر حکومت کې د ملی مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله راتلونکې اونۍ کابل ته راستنېږي.
هغه ته نږدې یوې باوري سرچینې د وږي میاشتې په ۱۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې ښاغلی عبدالله چې له څه مودې راهیسې په بهر کې ژوند کوي راتلونکې اونۍ به کابل ته راستون شي.
سرچینې دا نه ده څرګنده کړې چې عبدالله به کله راستون شي، خو ټینګار یې وکړ چې هغه اوازې چې ګواکې نوموړی به کابل ته نه راګرځي «بې اساسه او د افواه کوونکو له لوري جوړې شوې دي.»
ښاغلی عبدالله یو له هغو څو سیاستوالو څخه دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته په کابل کې پاتې شوی دی.
د سرچينې په وينا، د عبدالله عبدالله په څېر د سياستوالو لپاره شرايط «سخت او ستونزمن» دي، خو هغه بيا هم په افغانستان کې پاتې کېدل غوره بولي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې او په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر سفرونو او فعالیتونو له سختو بندیزونو وروسته اوازې وې چې ښاغلی عبدالله به کابل ته راستون نه شي.





