۸صبح، کابل: بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ د نښتو له دوامه خبر ورکوي.
دغه نښتې جمعه شپه د تلې پر اتمه د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په پایان مور سیمه کې شوې دي.
ځایي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کوي، چې د دغو نښتو په پایله کې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا د طالبانو یو نامتو قوماندان ګلمراد هم په ټپیانو کې دی.
ادعا شوې، چې په نښتو کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
په همدې حال کې د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په مورچهدره سیمه کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.
طالبانو په بدخشان کې نښتې تل رد کړې دي.
په دې وروستیو کې بدخشان ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.