۸صبح، کابل: د پاسپورت عمومي ریاست وایي، چې د وېش ظرفیت یې په ورځ کې ۴ زرو ټوکو ته لوړ کړی دی.
ټویټر کې د پاسپورت د عمومی ریاست اړوند پاڼې سه شنبه د وږي پر ۱۵ یوه ټویټ کې وویل، چې له انلاینې لارې د پاسپورت د چاپ او وېش ظرفیت لوړ شوی دی.
د پاسپورت عمومی ریاست ویلي، چې دا پرېکړه یې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره د وګړو د غوښتنې له زیاتېدو سره نیولې ده.
د پاسپورت عمومي ریاست نه دي ویلي، چې له دې مخکې یې هره ورځ څومره پاسپورتونه وېشل، چې اوس یې د وېش ظرفیت په ورځ کې ۴ زرو ته لوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد وګړو تل د پاسپورت د وېش په بهیر کې له ستونزو شکایتونه لرلي دي.