۸صبح، کابل: د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې ده، چې طالبانو تر اوسه تر درېیو زرو زیاتو «ترهګرو» ته د افغانستان پاسپورت ورکړی دی.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده دغه موضوع چهارشنبه د تلې پر ۲۷ «له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې او سیمهییزې همکارۍ» په ناسته کې وړاندې کړې ده.
رحیمزاده د دې ناستې ګډونوالو ته په خطاب ټینګار کړی دی: «دغه وضعیت یو ځل بیا د طالبانو د رژيم خطر تاییدوي او د افغانستان ستونزو ته باید ټول پاملرنه وکړي.»
د دې ناستې د پرانیست په مراسمو کې د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان هم ویلي و، چې په افغانستان کې لسګونه زره «مجاهدین او ځانمرګي» روزل کېږي.
د ویلو ده، چې دغه دوه ورځنۍ ناسته د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګروملتونو سازمان د دفتر، اروپايي ټولنې، سعودي عربستان او قطر په همکارۍ د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې جوړه شوې ده.
تر اوسه طالب چارواکو او ویندویانو یې په دې ناسته کې د تاجکستان د دغه چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.