پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د قانوني او حقوقي اسنادو اخیستل د هېوادوالو لپاره پر یوې هیلې بدل شوي دي. له پاسپورټ وروسته د تذکرې اخیستل هم په ځینو ولایتونو کې یو ارمان ګرځېدلی او خلک یې د اخیستو لپاره ګڼې ستونزې ګالي. هغه کسان چې د طالبانو تر واک لاندې د هرات د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې د تذکرې د اخیستو لپاره راځي، وايي چې د تذکرې اخیستو لپاره پر ورځو ورځو انتظار سربېره، د طالبانو له لوري برېښنايي شاکونه، په قنداغ وهل او په ناقانونه توګه د پیسو ورکړه زغمي.
په هرات کې د بریښنایي تذکرو لسګونه اخیستونکي وايي چې د طالبانو له لوري له تحقیر، سپکاوي او شکنجې سره مخ کیږي. دوی وايي چې پر اوږده انتظار سربېره، د دغې ډلې د جنګیالیو لخوا برېښنايي شاکونو ورکول کیږي او د ټوپک په قنداغ او ډنډو وهل ټکول کیږي.
په هرات کې د تذکرې اخیستونکي زیاتوي چې له نیمې شپې په لیکو کې درېږي څو یې وار راورسېږي، خو هغه کسان چې د طالبانو په منځ کې واسطه لري او یا بډې ورکوي په دوو ساعتونو کې خپله تذکره اخلي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي زیاتوي، هغه څه چې د دغه ولایت د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې تېرېږي، د دوی پر وړاندې ښکاره ظلم او تبعیض دی او سلګونه کسان مجبورېږي چې طالبانو ته په ناقانونه توګه پیسې ورکړي.
د هرات اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې کارکوونکي او د دغې ډلې جنګیالي واسطه بازي کوي او پیسې اخلي او هغه کسان چې نه بډې ورکوي او نه هم د طالبانو په منځ کې څوک پېژني، له شکنجې او سپکاوي سره مخ کیږي.
د هرات اوسېدونکی محمد عارف وايي، له دوو اوونیو راهیسې هڅه کوي چې خپله تذکره واخلي، خو له ساعتونو انتظار وروسته یې د وار په رارسېدو سره، د د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې کارکوونکو ورسره نامناسب چلند وکړ او خپله دنده يې ترسره نه کړه. هغه زیاتوي چې په دې اداره کې بیروکراسي د کارکوونکو دنده ګرځېدلې ده.
د هرات دغه اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي:«دوه اوونۍ کېږي چې سهار څلور بجې راځم او په لیکه کې ولاړ یم. خو کله چې زما وار راغی نو وايي چې کار دې نه کیږي. ما ټول هغه څه چمتو کړل چې دوی غوښتل خو بیا مې هم کار نه ترسره کوي. کله چې مې کارکوونکو ته اسناد ورکړل، بېرته یې له کړکۍ ښکته وغورځول. له دوو اونیو راهیسې ګرځم خو نه شم کولای چې تذکره واخلم.»
د مراجعینو په وینا، فساد، پیسې اخیستل او واسطه بازي د هرات د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې یو اصل ګرځېدلی او هېڅوک نه شي کولای چې له رشوت ورکولو او واسطې پرته تذکره واخلي.
د هرات اوسېدونکی سید احمد ۸صبح ورځپاڼې ته وایي:«له درې ورځو راهیسې په لیکه کې ولاړ وم، کله چې زما وار و، نو مامورینو مې کار نه کاوه. کله مې چې پام شو یو کس چې طالب ورسره دی، څانګې ته ننوځي او کار یې په چټکۍ سره ترسره کیږي او له بلې خوا داسې کسان هم وو، چې له خپلو اسنادو سره یې کارکوونکي ته له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې یې ورکولې چې کار یې ژر ترسره شي.»
د هرات دغه اوسېدونکی زیاتوي: «کله چې پوه شوم چې زما کار له بډو پرته نه شي ترسره کېدای، بله ورځ مې یوه کارکوونکې ته له خپلو اسنادو سره زر افغانۍ ورکړي او دوه ساعته وروسته یې تذکره راکړه.»
د مراجعینو وهل ټکول او د بریښنایي شاکونو ورکول نور هغه موارد دي چې خلک یې په هرات کې د طالبانو د نفوسو د احوالو ثبت ادارې له ادارې د تذکرې د اخیستو پرمهال زغمي.
د هرات اوسېدونکی قدوس چې د تذکرې د اخیسو لپاره دغې ادارې ته مراجعه کړې، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي:«موږ ټول مسلمانان یو او دلته د اړتیا له مخې د تذکرې د اخیستو لپاره راغلی یو. زه د کړکۍ مخې ته ولاړ وم چې یو طالب راغی او په بریښنایي ډنډې یې ووهم. کله مې چې ورته وویل چې ولې دې له ماسره داسې چلند وکړ؟ هغه پورې وهلم او له زینو ښکته ولوېدم. یو طالب مراجعین هغه هم هغه کسان چې د تذکرې د اخیسو لپاره راغلي په ډنډې وهي او بل یې د ټوپک په قنداغ وهي.»
بلخوا د هرات اوسېدونکي وايي، کم لوستي او يا نالوستي کسان چې پخوا يې کومه اداري دنده نه ده ترسره کړې، په هرات کې د طالبانو د نفوسو د احوالو د ثبت په ادارې کې ځای پرځای شوي دي.
د هرات دغه اوسیدونکی زیاتوي چې د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې له مراجعه کوونکو سره د طالبانو چلند د انساني کرامت خلاف دی. دوی ټینګار کوي چې طالبان د اسلامي حاکمیت ادعا کوي، خو د دوی چلند له انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
بلخوا، تر اوسه د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه ولایت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د پالیسۍ په تړاو د هرات له اوسېدونکي ترلاسه شوي پیغاونه چې د دې ډلې له چارواکو سره شریک شوي وو، هم ځواب شوي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم هېوادوالو په وار وار د طالبانو د پاسپورټ په اداره کې د فساد د شتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې طالبان بډې اخلي او مراجعین وهي او ټکوي.