۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یوناما وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې چې د دغې ډلې له لوري د نجونو د زدهکړو د مدافعانو د خپلسرو نیونو په اړه یې کړې وې، ویلي چې په هېواد کې هېڅوک هم په خپل سر نه دی نیول شوی.
مجاهد پنجشنبه د مرغومي پر ۱۴مه د طالبانو تر واک لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې ويلي، چې د هغوي اقدامات «قانوني» دي او د «اسلامي شریعت د اصولو» پر بنسټ کېږي.
نوموړي زیاته کړې: «ډاډه اوسئ هېڅوک هم په خپل سر نه نیول کېږي او له دقیقو او هر اړخیزو معلوماتو پرته هم نه دي نیول شوي.»
مجاهد ویلي: «که څوک نیول شوي وي، د قانون له مخې نیول شوي، عدلي ادارو دا چاره کړې او هغوي دا واک لري.»
تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له لوري د نجونو د زدهکړو د مدافعانو خپلسرې نیونې «اندېښمنونکې» بللې وې.
دا په داسې حال کې ده چې روان کال د مرغومې پر ۶مه، طالبانو د نجونو د زدهکړو مدافعان او د افغانستان د روباټ جوړونکې ډلې همکاران احمدفهیم عظیمي او صدیقالله افغان د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې له ۷۲ ورځو بند تېرولو وروسته پلچرخي زندان ته لېږلي دي.
له بلې خوا منیژه صدیقي چې د تلې پر ۱۷ کابل ښار کې نیول شوې وه، لا هم بندي ده.