د بلخ په مرکز مزارشریف کې یو شمېر درزیان (خیاطان) وايي چې د تېرو کلونو پرتله یې کاروبار کم شوی دی. دا درزیان زیاتوي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، بیکارۍ او د لوږې دوام د دې لامل شوی چې په خبره یې، یو شمېر خلک په دغه ولایت کې د اختر لپاره نوې جامې جوړې نه کړي. دوی ټينګار کوي چې پخوا کلونو یې کاروبار ښه و؛ خو دا چې اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د کار روزګار مزه یې نه شته او ډېر لږ خلک د اختر لپاره نوې جامې جوړوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې یو شمېر ګنډونکي له بیکارۍ سرټکوي. هغوی وايي چې د کال په نورو ورځو کې یې پېرېدونکي نه لرل او اختر ته په تمه و څو په خبره یې، وکړای شي د بیکارۍ ورځې جبران کړي؛ خو د اختر رارسېدو په درشل کې یې هم د تمې خلاف پام وړ مشتریان نه لرل.
دا خیاطان وايي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او د جامو پر ځای خپلې کورنۍ ته په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده دي. د هغوی په باور، د لوږې او بیکارۍ دوام، پر ښځو د طالبانو لګول شوي محدویتونه، لوړه مالیه او په زوره د عشر او زکات ټولول هغه لاملونه دي چې په خبره یې، خلک یې له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ کړي دي.
عبدالرازق په مزارشریف کې یو درزي دی. هغه وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو کلونو پرتله د خیاطانو کاروبار پیکه شوی دی. نوموړی زیاتوي: «د اختر مزه هم نه ده پاتې. په روژې کې د خلکو نسونه ماړه نه شول او جامو جوړولو لپاره شيمه نه شته. اختر ته څو ورځې پاتې دي، د خیاطۍ له ماشین سره لوبې کوم، ځکه کاروبار نه شته.»
د جامو دا ګنډونکی وايي: «پخوا کلونو کې به چې اختر ته لس ورځې پاتې کېدې، نور به مو د ګنډلو لپاره جامې نه اخیستې. اوس خلک وږي دي. داسې چې زه بیکاره ناست یم، ۹۰ سلنه خلک هم د سبا او بیګا لپاره یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي. جامې د خلکو نسونه نه مړوي. ډېرو خبرو پسې مه ګرځه، درد بیخي ډېر دی.»
هر کال د اختر په راسېدو به د خلکو کاروبار غوړېده او درزیانو به هم د خپلو مشتریانو غوښتنو ته په پام شپه او ورځ کار کاوه، خو اوس د شپې له خوا د کاروبار درک نه لیدل کېږي.
په مزارشریف کې یو بل خیاط نقیبالله وايي چې د پېرېدونکو د کمښت له کبله د شپې له خوا جامې نه ګنډي او په خبره یې، ډېرې وخت خو ان د ورځې هم وزګار وي. نوموړی زیاتوي چې بیکارۍ، بېوزلۍ او نادارۍ خلک بې وسه کړي او په وینا یې، څوک د نویو جامو او په اختر کې د دسترخوانونو د غوړېدو وس نه لري.
دا درزي وايي: «هر کال چې تېرېږي د کاروبار حالت پسې خرابېږي. که څه هم پروسږکال هم چندان کار نه و، خو د سږکال پرتله ښه و. د ورځې مو پنځه شپږ جوړه کالي ګنډل، خو اوس ګورې شاګرادان مې کرار ناست دي او ګېم وهي.»
نقیبالله زیاتوي چې په تېرو کلونو کې یې د روژې له نیمايي وروسته د شپې له خوا هم جامې ګنډلې او سربېره پر دې یې هم پېرېدونکو ته رسېدنه نه شوای کولای. نوموړی وايي: «کاروبار ورک شو. هر څوک چې ګورې یوې مړۍ ډوډۍ پسې به لالهانده وي څو یې کورنۍ له لوږې ونه مري. سږکال زه هم وچه میوه او اختریز دسترخوان نه لرم.»
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د نویو جامو ګنډلو وس نه لري او په خبره یې، ټول فکر او هوښ یې یوې مړۍ ډوډۍ پېدا کولو پسې دی. د دغو اوسېدونکو ډېری شمېر یې چې پخوا یې په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې لرلې یا په وړو کاروبارونو کې بوخت و، اوس بې روزګاره دي.
محمد شکېب په بلخ کې د یوې دولتي ادارې کارکوونکی و. نوموړی وايي چې له لامل پرته له دندې منفک شوی دی او له تېرو دوو کالو راهیسې د دندې موندلو په لټه دی؛ خو په خبره یې، هڅې یې بې پاېلې وې.
محمد شکېب زیاتوي: «د دولت یو کارکوونکی وم چې دوه کاله وړاندې له لامل پرته منفک شوم او تر نن ورځې مې ډېرې دروازې وټکولې که دوه میاشتې به مې کار روزګار وموند، نورې شپږ میاشتې به وزګار وم، د څلور کسیزې کورنۍ بار رالغاړې دی.» نوموړی ټينګار کوي چې دمګړۍ یوې مړۍ ډوډۍ ته حېران دی او په وینا یې، ټول فکر یې دې ته دی چې د شپې لپاره خپلو اولادونو ته څه یوسي چې وږي ویده نه شي.
په بلخ کې دا پخوانی کارکوونکی وايي: «ټول غم مې دا دی چې د شپې لپاره کور ته څه یوسم؟ دې ته مې هېڅ فکر نه دی کړی چې د اختر لپاره جامې جوړې کړم، ځکه ماشومان مې ډوډۍ نه لري. کولای شو په زړو جامو کې هم خپل روزګار وچلوو؛ خو له وږي نس سره به څه کوو؟»
صبور چې د ټوکر او درزي د لاسمزد د لوړې بېې له کبله نه دی توانېدلی چې ځانته د اختر لپاره جامې جوړې کړي، وايي چې بیکاري ډېره شوې او ناوړه اقتصادي وضعیت د خلکو هیلې له اوبو سره لاهو کړې دي.
د بلخ دا اوسېدونکی زیاتوي: «له بده مرغه حالت ناوړه دی او څوک خپلو هیلو ته نه شي رسېدلی. اوس جامې هم نه شم جوړولای. اختر ته چې څو ورځې پاتې شي درزیان بیا یوه جوړه جامې په ۵۰۰ افغانۍ هم نه ګنډي. د جامو ګنډلو لپاره دومره پیسې له کومه کړو؟ له زړو جامو سره به ګرځو وبه ګورو چې راتلونکی به څنګه شي؟»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هرې ورځې په تېرېدو د بیکارۍ، لوږې، بېوزلۍ او اقتصادي ناورین کچه مخ په بره روانه ده. دا ډله له ډېرو ادعاوو سربېره په تېرو څه کم درېیو کلونو کې توانېدلې نه ده چې خلکو ته د کار روزګار لپاره اړین چاپېریال رامنځته کړي.