۸صبح، کابل: د طالبانو د ترافیک پولیسو لوی ریاست وايي چې د هېواد په کچه د اختر په شپو ورځو کې د ترافیکي پېښو په پاېله کې ۵۰ کسان مړه او ۱۸۵ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي ریاست دوشنبه د وري پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په مړو شویو کې ۲۹ نارینه، اته ښځې او ۱۳ ماشومان دي. دغه راز په ټپيانو کې بیا ۱۱۸ نارینه، ۳۴ ښځې او ۳۳ ماشومان شامل دي.
د خبرپاڼې په حواله، دغو کسانو ته د اختر په څلورو ورځو کې د ۱۰۲ ترافیکي پېښو په پاېله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی ریاست زیاتوي چې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو له څېړلو وروسته جوته شوې چې د ډېریو پېښو لاملونه د موټر او موټرسایکل چلوونکو له خوا ترافیکي اصولو ته نه پاملرنه، ګړندی تګ، د دید ساحې کموالی او د ماشومانو له خوا د وسایطو چلول دي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې هرات د ۱۹، غزني د ۱۱ او پکتیکا د ۱۰ ترافیکي پېښو په لرلو سره هغه ولایتونه دي چې ډېرې ترافیکي پېښې پکې شوې دي.