د بلخ په مرکز مزار شریف کې یو شمېر پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو پرتله یې سږکال د کاروبار مزه نه شته او په خبره یې، خلکو د وچې مېوې د پېرلو وس له لاسه ورکړی دی. ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي ټينګار کوي چې پراخه بېوسي او دوامداره بېروزګاري د دې لامل شوی چې په وینا یې، د توکو د پېرلو وس ونه لري.
د بلخ په مرکز مزار شریف کې یو شمېر هټۍوال وايي چې خلک د اختر لپاره د وچې مېوې د پېرلو وس نه لري او له همدې کبله یې، سږکال د کاروبار مزه نه شته.
محمد عارف په مزار شریف کې د وچې مېوې او خوراکي توکو هټۍ لري. هغه وايي چې اختر ته یوه ورځ پاتې ده؛ خو د بازار مزه نه شته. نوموړی زیاتوي: «کال په کال د خلکو اقتصادي حالت ناوړه کېږي. خلک بېوسه شوي، هر څوک هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړي چې وږې پاتې نه شي.»
محمد عارف وايي: «تېرو کلونو کې مو پلور ډېر و. اختر ته به چې ۱۰ ورځې پاتې شوې، کاروبار به مو ډېر شو. د اختر تر دویمې ورځې به مو هم دوکان خلاص و، ځکه پېرېدونکي به راتلل. د هر کال په تېرېدو کارونه کمېږي. سږکال په رښتیا هم فروشات نه شته. له دې ښکاري چې خلک بېوسه شوي دي.»
رامین په مزار شریف کې یو بل هټۍوال دی. هغه هم د خپل کاروبار له کمېدو سر ټکوي. نوموړی وايي: «کاروبار ډېر کم شوی دی. موږ نور کلونه ان دوه وارې له شرکت څخه مال او وچه مېوه راوړله، تر ماښامه به ختمه وه، بیا به مو سبا له شرکته راغوښتله. سږکال تر اوسه موږ یو ځل مال راوړو تر ۱۰ ورځو نه ختمېږي، لامل یې دا دی چې پېرېدونکي نه شته.»
دا دوکاندار زیاتوي، کومو کسانو به چې په نورو کلونو کې له درېیو تر پنځو کیلو وچه مېوه پېرله په خبره یې، سږکال د یوې کیلو وس هم نه لري. د نوموړي د ادعا په حواله، د نورو کلونو پرتله، بیې ښې دي؛ خو خلک یې د پېر وس نه لري.
د مزار شریف یو شمېر اوسېدونکي هم له ناوړه اقتصادي حالته سر ټکوي او وايي چې په بلخ کې بېروزګاري ډېره شوې او په خبره یې، په دې برخه کې هېڅ ګام هم نه اخیستل کېږي.
د مزار شریف ښار اوسېدونکی شاه محمد وايي چې د ژوند ستونزې یې دومره ډېرې دي چې په وینا یې، د اختر دسترخوان یې له یاده وتلی دی.
نوموړی چې د مزار شریف ښار په منډيي کې په لاسي کراچۍ کې ترکاري پلوري، وايي چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورلغاړې ده او په خبره یې، د خپلې کورنۍ اړتیا وړ توکي نه شي برابرولی.
شاه محمد زیاتوي: «په کورنۍ کې اته کسان یو، یوازې زه کار کوم، کومه ستونزه درته یاده کړم؟ نسونه مو هم چې ماړه شي بس مو ده. د اختر له مېوې یې تېر یو! ستونزې دومره ډېرې دي چې اختر مې بیخي په یاد نه دی، په روژې کې خوشاله وم، ځکه د کورنۍ مشرانو به یو وخت ډوډۍ نه خوړله، په دې کراچۍ او څو کیلو رومیانو به څه وشي؟ په یوه ځای مو هم نه پرېږدي، دیخوا مو پسې واخلي او اخوا مو پسې واخلي. ورکوه یې ولې مو په زخمونو مالګې دوړوې.»
دا یوازې شاه محمد نه دی چې له اقتصادي ستونزو کړېږي؛ بلکې د دغه ښار په کوڅو کې زرګونه نور هم په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده دي او داسې کسان هم شته چې د ورځې په پای کې تش لاس کورونو ته ستنېږي.
عثمان چې ګچکار او رنګمال دی، وايي چې په اوونۍ کې درې څلور ورځې په ډېرو کمو پیسو کار پېدا کړي؛ خو په خبره یې، دا یې د ژوند لګښونه نه شي پوره کولای. نوموړی زیاتوي: «اختر په خېر راورسېد او هر څوک غواړي خوشاله اختر ولري او دسترخوان یې غوړولی وي. خپل خپلوان یې راشه درشه ولري؛ موږ څه وکړو چې د ژوندانه ستونزې مو ارام نه پرېږدي.»
د بلخ دا اوسېدونکی وايي: «بیې ډېرې پورته نه دي، خو بېروزګاري ډېره ده او خلک ارزانه توکي هم نه شي پېرلي؛ ځکه ټول بېکاره دي. زه خپله د اوونۍ درې یا څلور ورځې په ډېر لږ مزد کار پېدا کوم. په دې لږو پيسو به د ژوند کومه ستونزه حل کړو؟ خپل وږي نسونه ماړه کړو؟ د کور کرایه ورکړو؟ څه به دې په سر خوږوم، خلک درپهدره دي.»
بل پلوه، د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې طالبان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره بنسټيز پلان نه لري. د هغوی په خبره، د حکومتولۍ په اړه د پوهې کمی او د کارموندنې لپاره د پروګرامونو نشتوالی بیا د هېواد اقتصادي حالت ټکنی کړی او له همدې کبله د هرې ورځې په تېرېدو د بېکاره کچه لوړېږي.