په کابل او شمالي ولایتونو کې سرچینې د پخواني حکومت د پوځيانو او ملکیانو د نیولو لړۍ له زیاتېدا شکایت لري. د هغوی په خبره، طالبانو یوازې په وروستیو اوونیو کې لسګونه کسان په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي او ناڅرګند ځای ته یې بیولي دي. سرچینې زیاتوي چې طالبان دا کسان په «بېلابېلو پلمو» نیسي او د پیسو او وسلو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي. د سرچینو په خبره، په بندخونو کې بندیان ربړول کېږي، څو د پیسو ورکړې ته اړ شي. ورته مهال ځيني مدني فعالان بیا طالبان په «باجاخیستلو» او «دوه ګوني چلن» تورنوي او زیاتوي چې دوی هره ورځ د خلکو په «بېحرمتۍ» لاس پورې کوي. د هغوی په خبره، دې چارې ډېری وګړي هېواد پرېښودو ته اړ کړي یا د تېښتې په لټه دي. له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان د طالبانو د دا ډول کړنو لامل «توکمیز او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل» بللي او وايي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړي پېر کې هم په ورته کړنو لاس پورې کاوه.
په کابل، پنجشېر، پروان او کاپیسا کې سرچینې وايي چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کالو کې د دغو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي نیولي او بندیان کړي دي.
که څه هم سرچینې د نیول شویو کسانو د کره شمېرې په اړه څه نه وايي؛ خو څه موده وړاندې د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مرستیال حبیبالله بدر له طلوعنیوز سره په مرکې کې ویلي چې دمګړۍ یې په زندانونو کې ۱۹ زره کسان بندیان دي. د نوموړي په خبره، د ۸۰۰ مېرمنو په ګډون ۲۵ بهرني وګړي هم په بندخونو کې ساتل کېږي.
ورته مهال، د هېواد ځيني اوسېدونکي وايي چې ډېری نیول شوي کسان د پخواني حکومت پوځيان او د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي. د هغوی په خبره، طالبانو یوازې په څو وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان نیولي او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولي دي. سرچینې زیاتوي چې دا کسان په «بېلابېلو پلمو» نیول کېږي او د پیسو او وسلو په بدل کې ازادېږي.
تازه طالبانو یو پلار او زوی چې د پنجشېر اوسېدونکي دي، شنبه د سلواغې پر ۱۴مه د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمې کې نیولي دي. نیول شوي کسان محمدنجیم پنجشیری او اغاشیرین نومېږي.
د سرچینو په خبره، محمدنجیم او زوی یې اغاشیرین له پخوا تر اوسه له هېڅ ډلې سره اړیکه نه لرله؛ خو د یو طالب چارواکي په امر نیول شوي دي. سرچینې زیاتوي، دغه طالب قوماندان د نیول شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د یو میلیون افغانیو او څو میله وسلو غوښتنه کړې ده.
سرچینې یادونه کړې چې له دې وړاندې هم محمدنجیم د یوې مودې لپاره نیول شوی و؛ خو بېرته په ضمانت خوشې و. تراوسه روښانه نه ده چې دا کسان بېرته خوشې شوي که نه.
دغه راز طالبانو د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د ملي امنیت یو سرتېری نیولی دی. دا پخوانی پوځي شاهمحمود نومېږي او شنبه د سلواغې پر ۱۴مه نیول شوی دی. نوموړی په پنجشېر کې و او هغه یې د «وسلې لرو» په تور نیولی دی. بلخوا، سرچینې زیاتوي چې شاهمحمود له دې وړاندې خپله وسله طالبانو ته سپارلې وه او اوسمهال یې وسله نه لرله.
پر دې سربېره، په پنجشېر کې سیمهییزې سرچینو جمعه د سلواغې پر ۲۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې څلور کسان نیولي دي. دا کسان تېره اوونۍ د رخې او عنابې ولسوالیو له مرکزه نیول شوي دي. دوه نیول شوي کسان ثناءالله او سېدانصار نومېږي؛ خو د دوو نورو کسانو نومونه په ډاګه نه دي.
له بلې خوا، طالبانو دوه پخواني پوځيان د کابل – دایکندي په لاره نیولي دي. د نیول شویوی کسانو له ډلې یو یې رضا مجاهدزاده نومېږي او جمعه د سلواغې پر ۲۰مه د میدان وردک په ننوتونکې دروازې کې نیول شوی دی. رضا د دایکندي اصلي اوسېدونکی دی او د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته یې د کابل – دایکندي په لاره «موټرواني» کوله.
له دې یوه ورځ وړاندې، طالبانو د پخواني حکومت پر مهال د دایکندي د شهرستان ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر محمدرضا حکمتیار دغه ولایت ته د تګ پر مهال د وردک د جلریز ولسوالۍ په اړوندې سیمه کې نیولی دی.
د سرچینو په خبره، طالبان نیول شوي کسان په بندخونو کې ربړوي، څو د پیسو ورکولو ته تیار شي.
ورته مهال، ځيني مدني فعالان بیا طالبان په «باجاخیستنه» او «دوه ګوني» چلن تورنوي. هارون مجیدي مدني فعال دی. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبان هره ورځ د خلکو «بې حرمتي» کوي. نوموړی زیاتوي: «د طالب ترهګرې ډلې د رامنځته کېدو تاریخ ښيي چې د دې ډلې سیمهییزه سرچینه له خلکو باجاخیستنه ده. د تېر حکومت پر مهال هم د دې ډلې له خوا په نورو بڼو باجاخستنه روانه وه. د خلکو د نیولو لپاره ډېرې پلمې پېدا کوي، څو باج ترې واخلي.» مجیدي زیاتوي: «د پخواني حکومت پوځيان بیا تر ډېره بریده د طالبانو د باجاخیستنو له ګواښ سره مخامخ دي. ډېری هغه کسان چې د دې ډلې په بندخونو کې دي، هېڅ جرم یې نه دی کړی؛ خو هره ورځ د طالبانو تر ربړونې لاندې راځي، څو کورنۍ یې د هغوی د پرېښودو په بدل کې پیسې ورکړې او د هرې ورځې په تېرېدو دا باج اخیستنه ډېرېږي.»
د مجیدي په خبره، طالبان د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو وسلې یا یې بدیل چې له سل زرو افغانیو پېلېږي، غواړي.
له بلې خوا، ځيني کارپوهان وايي چې د طالبانو فشارونه د دې لامل شوي چې لا ډېری افغانان له هېواده وتښتي یا د تېښتې په لټه شي. د پوهنتون پخوانی استاد فاروق علیم ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو له لوري د کلکو محدویتونو لګولو او پراخو نیونو خلک تر «پوزې» راوستي دي. ښاغلی علیم زیاتوي: «طالبان افغانان په خپل سر او له لامل پرته نیسي او د پیسو یا وسلو په بدل کې یې پرېږدي. د طالبانو لپاره هېڅ قانون او معیار نه شته چې د دغو کړنو مخه یې ونیسي. هېڅ باور نه شته چې نن یا سبا یو څوک ونه نیول شي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا د طالبانو دا ډول کړې«توکمیزو او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل» بولي او وايي چې دې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړي پېر کې هم ورته کړنې کولې. د سیاسي چارو کارپوه وېس ناصري ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د طالبانو په رژیم کې له نورو توکمونو سره د جګړییزو اسیرانو په توګه چلن کېږي. طالبان نه یوازې د افغانستان په سیاسي، پوځي او اقتصادي واک کې ځای نه ورکوي؛ بلکې هغوی ته د دویمې درجې اوسېدونکو په سترګه کتل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په هکله دوشنبه د سلواغې پر ۲مه د یو راپور په خپرولو ویلي چې د طالبانو مشر د عمومي بخښنې پر ژمنو د ټینګار سره سره، په دغه هېواد کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او سرتېرو وژنې، نیونې، ناقانونه توقیفونه، شکنجې او ناوړه چلن دوام لري. د دغه راپور له مخې، طالبانو د ښځینه فعالانو، د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی. خو طالبانو له دوو کالو زیاته موده کې مطرح شوې ادعاوې تایید کړې نه دي.