پر رسنیو د محدویتونو په لړ کې طالبانو په خپل وروستي اقدام کې د نور او بریا ټلوېزیونونو خپرونې وځنډولې. د طالبانو رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون د دغو دوو رسنیو د بندیدو لامل د کمېسیون سپارښتنو ته نه پاملرنه او د ژورنالیزم اصول ترپښو لاندې کول بللي دي. دغه ګام بیا د رسنیو ملاتړو بنسټونو او خبریالانو غبرګونونه راپارولي دي. بل پلوه، یو شمېر خبریالان وايي چې د رسنیو له تړل کېدو وروسته وزګار شوي او درنو او نامسلکي کارونو ته یې مخه کړې ده. هغوی ادعا کوي چې په کابل کې فعال د رسنیو ملاتړي بنسټونه نه یوازې دا چې له خبریالانو سره مرسته نه کوي؛ بلکې په خبره یې، هڅه کوي په لوړ لګښت د نمایشي پروګرامونو او ورکشاپونو په ترسراوي د اطلاعرسونې ناوړه وضعیت عادي وښيي. د خبریالانو په خبره، د دغه وضعیت دوام سره د رسنیو غږ مخ په چوپېدو دی او په خبره یې، ښايي رسنۍ د طالبانو په بشپړې «تبلیغاتي دستګاه» واوړي.
تېره اوونۍ د طالبانو رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د نور او بریا ټلویزیونونو خپرونې ځنډولې دي. طالبانو یې لامل «د کمېسیون سپارښتنو او خبریالۍ اصولو ته نه پاملرنه بللې ده.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کړې چې دغو رسنیو یې پر وړاندې تبلیغات کول او له همدې کبله یې فعالیت ځنډولی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران ویلي: «دا پرېکړه د اصولو په رڼا کې شوې ده او د محکمې تر پرېکړې به یې فعالیت بند وي. دا د کمېسیون پرېکړه وه.»
ورته مهال، د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د نور او بریا ټلویزیونونو د خپرونو ځنډول ناقانونه بللي دي. نوموړي بنسټ د دغو رسنیو د فعالیت ځنډول په هېواد کې د ټولیزو رسنیو قانون خلاف او د ازادو رسنیو د لا زیاتو محدودولو پر لور یو ګام ګڼلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو رسنیو د خپرونو ځنډول د رسنیو قانون خلاف کار بولي، دا د خپلواکو رسنیو د محدودولو لپاره یو بل ګام دی او موږ یې غندنه کوو.»
د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې (HRD) ویلي چې دا ګام په افغانستان کې بشري حقونه او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی محدودوي. دغې ټولنې په دې برخه کې د طالبانو دا ګام نامسووله او د ملي او نړیوالو قوانینو له ارزښتونو سره په ټکر کې بللی دی. په اعلاميې کې راغلي: «د افغانستان پر مسایلو د مطبوعاتي څار نشتوالى د بشري حقونو د سرغړوونکو د معافيت لامل کېږي.»
ورته مهال، د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په نړۍ کې د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کړې چې اوسني ناوړه حالت کې له افغان بنسټونو او د رسنیو کارکوونکو سره ودرېږي او په خبره یې، پرېنږدي چې له دې ډېر د خلکو غږ غلی شي.
دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې دې د وینا ازادۍ او خبریالانو حقونو څخه د ملاتړ لپاره چټک او عملي ګام پورته کړي او طالبان دې د خپلو کړنو په تړاو ځواب ویلو ته اړ کړي. د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په خبره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټه چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق څارنه کوي، باید په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د شته محدودیتونو په برخه کې د حساب ورکولو لپاره یو جدي میکانیزم رامنځته او ولټوي.
بل پلوه، یو شمېر خبریالان چې تازه ګاونډیو هېوادونو ته تللي، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې ډېری خبریالان د رسنیو له بندېدو وروسته وزګار شوي دي. د هغوی په خبره، خبریالانو له معاش پرته بل عاید نه درلود او د رسنیو له تړل کېدو وروسته یې خپلې مسلکي دندې له لاسه وکړې دي او په وینا یې، اوس له ناوړه اقتصادي ستونزو کړېږي.
یو شمېر خبریالان ادعا کوي چې پر رسنیو د طالبانو له محدودیتونو وروسته ډېرو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د نورو درنو کارونو په لټه لالهانده دي. د هغوی په خبره، هغه خبریالان چې د اوسني وضعیت پر وړاندې اطلاع رسونې کړې دي په وینا یې، ان دوکانداري، رنګمالي او نور شاقه کارونه هم ورته نه پېدا کېږي.
دا خبریالان ادعا کوي چې په کور دننه فعال له رسنیو ملاتړي بنسټونه د رسنیزې ټولنې پر وړاندې شته ننګونو او ستونزو ته د رسېدګۍ پرځای د بېبنسټه او نااړینو پروژو په لټه دي. د هغوی په خبره، دا بنسټونه د نمایشي پروګرامونو او ورکشاپونو په ترسراوي غواړي په هېواد کې د اطلاعرسونې ناوړه وضعیت عادي وښيي.
د دوی په ډله کې ښځينه خبریالانې بیا له ګڼو ستونزو سره لاس ګریوانې دي او خپل ځانونه د رسنیزې منځپانګې د تولید لپاره له ګواښ سره مخامخوي. ښځينه خبریالانې وايي چې د طالبانو محدودونکو پالیسو له کبله شاوخوا ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
یو ښځينه خبریاله چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، له خبریالانو سره ناوړه چلن او د خبریالانو نه خوندیتوب بیا په هېواد کې د رسنیزې ټولنې پر وړاندې لویې ستونزې دي.
دا خبریاله ټينګار کوي چې طالبان پرلپسې په منظم ډول د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه محدودوي. د دوی په وینا په افغاني رسنیو کې انتقادي غږ غلی شوی او په خبره یې، خبریالان پرلپسې د طالبانو ضد مظاهرو د پوښښ له کبله وهل ټکول کیږي.
ښځينه خبریالانې وايي چې په کور دننه خبریالان او رسنۍ په بېمخینې ډول د طالبانو استخباراتو پورې اړوند کسانو له خوا تر فشار لاندې دي. د هغوی په خبره، طالب استخبارات په بېلابېلو بڼو پر رسنیو او خبریالانو فشار راوړي.
یو ښځينه خبریاله وايي چې د طالبانو استخبارات د زور، ګواښ او فشار له لارې هڅه کوي څو په افغانستان کې ټولې ازادې رسنۍ په خپلې «تبلیغاتي دستګاه» واړوي او په خبره یې، د دې کړنې په پاېله کې خبریالان ترسخت رواني فشار لاندې دي. هغه ټینګار کوي چې دا ډول چلند د دې لامل کېږي چې په وینا یې، د خبریالۍ اصولو ته ژمن خبریالان له دندې لاس په سر شي او په پټه ژوند غوره کړي.
یو ښځينه خبریاله وايي: «له څو رسنیو سره چې ما خپله دنده کړې، د استخباراتو مسوولانو احضار کړي او پر دې سربېره چې له هغوی یې کتبي ژمنې اخیستې چې د طالب مخالفانو نظر خپور نه کړي، کوم موضوعات چې زه لیکم هغه هم خپاره نه کړي.»
دا خبریاله زیاتوي: «د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ میاشت کې د ګذر وکیل په مرسته د یوې امنیتي حوزې مسوولانو احضار کړم او له ما یې ژمنه واخیسته چې له دې وروسته یې پر وړاندې خپرونې ونه کړم او د دې ترڅنګ یې ضمانت هم واخیست څو خبره رسنیزه نه کړم او مېړه مې یې هم له دندې لرې کړ.»
له دې وړاندې د طالبانو د ارشاد او دعوت عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور په کابل کې یو سیمینار ته په خبرو کې ویلي و چې د عکس اخیستل «کبیره ګناه» ده. نوموړي ویلي و: «د رسنیو کارکوونکو تاسې هم ږیرې پرېږدئ او له دې کاره لاس په سر شئ. ټول وخت مو په عکس اخیستلو مه ضایع کوئ. ولا چې د تصویر اخیستل کبیره ګناه ده.»