۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي چې ازاد مطبوعات د وګړو په باخبره ساتلو او د مهمو مسایلو په اړه د عمومي خبرو اترو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
نوموړي سفارت دا څرګندونې پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه د «مطبوعاتو نړیوالې ورځې» په مناسبت په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
سفارت لیکلي: «راځئ په افغانستان کې د روڼتیا د ودې او وګړو د پیاوړتیا لپاره د ازادو مطبوعاتو ځواک ونمانځو. راځئ په ګډه روښانه او باخبره راتلونکی جوړ کړو.»
له دې وړاندې د افغانستان خبریالانو مرکز د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو د زیاتېدونکو سختو محدودیتونو او د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیولو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال له مې میاشتې تراوسه په هېواد کې رسنۍ او خبریالان د تېرې همدې مودې پرتله د خپلو بنسټيزو او قانوني حقونو په برخه کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي او په پراخه کچه یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.