د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي چې که اسراییل یو ځل بیا د ایران پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي په خبره یې، دا ځل به یې ځواب چټک او په لوړه کچه وي.
عبداللهیان شنبه د اپريل پر ۲۰مه له اېنبيسي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې تهران په ایران کې اسراییلو ته د منسوبو کړنو په تړاو څېړنې او پلټنې کوي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه هېڅ داسې نښه نه لیدل کېږي چې په خبره یې، څرګنده کړي چې په اصفهان کې وروستی برید دې اسراییل کړې وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه برید کې درې کوچنۍ ډرون الوتکې ښکېلې وې چې په خبره یې، دا د «ماشومانو د لوبو توکو» په څېر وې او له ډرون الوتکو سره یې هېڅ ورته والی نه درلود.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران په اصفهان ښار کې د چاودنو خبرونو له خپرېدو وورسته، سياېناېن د یو امریکايي چارواکي په حواله ولیکل چې دا چاودنې د اسراییلو د توغندیزو بریدونو په پاېله کې رامنځته شوې دي.
دا چاودنې د اصفهان شمال لویدیځ د قهجاورستان ښار د شکاري په نوم پوځي اډې ته نږدې شوې دي، هغې اډې ته چې د ایران جېټ الوتکې پکې ځای پر ځای دي.
تر اوسه اسراییل د دغو بریدونو پړه منلې نه ده. پر دې سربېره، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو اندېښنو زور اخیستی دی.