د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي: په هېواد کې د کورونا درېیمې څپې د خپريدو د مخنیوي لپاره، هند ته د افغانستان د الوتنو د بندیز، د پاکستان او ایران پر پولو پر تګ راتګ د محدودیت لګولو، د شپې پر ګرځېدو د بندیز، د خلکو د راټولېدو د مخنیوی او بېړنۍ کمیټې د فعالولو طرحه دولت ته وړاندې کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح، د غویي په شپږمه نېټه د ولایتونو د روغتیا رییسانو، د خصوصي برخې استازو او د روغتیایي خدمتونو د موسسو د استازو په ګډون ناسته کې د کورونا د درېمې څپې د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت پر جدي تدابیرو ټینګار وکړ.
وحید مجروح وویل چې په اوسني وخت کې د عامې روغتیا وزارت او نورو بنسټونو ترمنځ ښه همغږي شته چې دا کار د کورونا د درېیمې څپې د خپرېدو په مخنیوي کې ګټور کېدای شي.
د روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه، له اړوندو مسوولو ادارو غوښتي چې په خصوصي روغتونونو کې د کورونا د تشخیص کیټونو برابرولو، د روغتیایي برخو کارکوونکو ته د تنخواه ورکولو، د آر.آر. ټي له ټيمونو د کلینیکي ډلو په توګه ګټه اخیستو او په لابراتوارونو کې د نویو کارکوونکو ګومارلو لپاره جدي هڅې وکړي.
په هېواد کې د کورونا د خپرېدو په هکله په داسې حال کې اندېښنې زیاتې شوې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هند کې هم د کورونا درېمې څپې زور اخیستی او همدارنګه په ایران کې په کورونا د اخته وګړو او له امله یې د مړو شمېر زیات شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت په رسمي توګه د کورونا د درېیمې څپې خپرېدل نه دي تایید کړي خو د کورونا د نوي ډول خپریدل یې تایید کړي دي.