• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په ۱۰۰ ورځو کې ۳۵۰۰ تنه وژل شـوي؛ سویلي ولايتونه د جګړې په اور کـې سوځي

راپور: حسيب بهش، ژباړه: م. ع. پ

 راپور: حسيب بهش، ژباړه: م. ع. پ راپور: حسيب بهش، ژباړه: م. ع. پ
۱۳ غويی/ثور ۱۴۰۰ - ۳ مې ۲۰۲۱ [t_time:1620060839]

د معلوماتو له مخې په هېواد او په ځانګړي ډول سویلي ولایتونو کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی. د ۲۰۲۱ کال په لومړيو ۱۰۰ ورځو کې څه باندې ۳۵۰۰ تنه ملکي وګړي، امنيتي ځواکونه او طالب جنګيالي يوازې د هېواد په سویلي حوزه کې وژل شوي دي. په دغو ولايتونو کې کندهار تر ټولو خونړۍ ورځې تېروي. د معلوماتو له مخې دوه زره او ۲۱۶ تنه په جګړه کې د ښکېلو اړخونو له خوا په ۳۴۵ پېښو کې وژل شوي دي. دغه شمېره د ټول هېواد په کچه اوه زره او ۵۲۲ تنو ته رسېږي. په دې توګه په افغانستان کې د ورځنۍ جګړې تلفات په روان زېږديز کال کې ۷۵ دي.
د دغو شمېرو سره هم مهاله د جګړې د تلفاتو پروژې (Cost of War) موندنې ښيي چې د وروستيو دوو لسيزو تاوتريخوالي له امله په هېواد کې له ۲۴۱ زرو پورته کسان وژل شوي دي. ۷۱ زره ملکي وګړي، ۷۸ زره امنيتي ځواکونه، ۸۲ زره طالب جنګيالي او شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ تنه امريکايي پوځيان په دغو شمېرو کې شامل دي. خو يوه بل بنسټ يوازې په وروستيو پنځو کلونو کې د افغانستان د جګړې ټوليز تلفات له ۱۱۰ زرو تنو پورته ښودلي دي. سربېره پر دې امريکا په افغانستان کې د خپل حضور له نېټې تر دې دمه ۲،۲۶ تريليونه ډالر د جګړې د مخته وړلو لپاره لګولې دي.
دغه شمېرې په داسې وخت کې خپرېږي چې تمه ده تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي. که څه هم امريکايي ځواکونو د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار کړی، خو اټکل يې کړی چې د سولې له هوکړې مخکې د امريکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې ښايي د افغانستان وضعيت ترينګلی شي.
د پېښو، تاوتريخوالي او د وسله والو نښتو د سيمو پلټونکی بنسټ يا «ACLED» په خپلو خپرو شويو شمېرو کې ښيي چې د روان زېږديز کال په لومړيو ۱۰۰ ورځو کې لږ تر لږه اوه زره او ۵۲۲ تنه په ټول هېواد کې وژل شوي دي. په دغه شمېر کې امنيتي ځواکونه، طالب جنګيالي او ملکي وګړي شامل دي. د معلوماتو پر بنسټ په پايله کې د جګړې ښکېل اړخونه او ملکي وکړي له دوه زره او ۷۹۰ پېښو سره مخامخ شوي دي. په دې توګه لږ تر لږه يو زر او ۸۴۳ نښتې، ۷۴۹ چاودنې او د ملکي وګړو پروړاندې ۱۹۴ د تاوتريخوالي مستقيم موارد د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له پيله د همدې کال د اپرېل تر لسمې نېټې پورې د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې شوي دي. په ۲۰۲۱ کال کې د افغان جګړې ورځني تلفات ۷۵ ته رسېږي چې په نړۍ کې د جګړې ورځني تلفاتو ترټولو لوړه اندازه ده او د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالی په کې راغلی دی. ترټولو ډېرې پېښې په کندهار، ننګرهار، هلمند، بلخ، کندز، هرات او کابل کې ثبت شوې دي. د وژل شويو وګړو له پلوه هم کندهار، هلمند، ننګرهار، بلخ، کندز، هرات او فارياب ولايتونه د لېست په سر کې دي.
سویلي ولایتونه د جګړې په اور کې سوځي
د پېښو، تاوتريخوالي او د وسله والو نښتو د سيمو پلټونکی بنسټ يا «ACLED» د شمېرو په اساس سویلي ولايتونه د هېواد په کچه د نښتو او تلفاتو تر ټولو ډېره انداز لري. د ۲۰۲۱ کال په تېرو لومړيو ۱۰۰ ورځو کې ۷۲۷ امنيتي پېښې په دغو ولايتونو کې رامنځته شوې چې ۴۸۷ نښتې، ۲۱۳ چاودنې او په مستقيمه توګه د ملکي وګړو پروړاندې د تاوتريخوالي ۲۷ موارد په کې شامل دي. د دغو نښتو په پايله کې د امنيتي ځواکونو، طالب جنګياليو او ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه درې زره او ۵۲۵ تنه وژل شوي دي. دغه شمېره د تېر زېږديز کال د لومړيو ۱۰۰ ورځو په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده. په ۲۰۲۰ کال کې په کندهار کې د نښتو له امله د وژل شويو ټوليزه شمېره شپږ زره او ۵۰۰ تنه وه. دغه وضعيت ښيي چې په روان زېږديز کال کې د هېواد په سویلي حوزه کې جګړې زور اخيستی دی.
کندهار ولايت په همدې موده کې د ۳۴۵ پېښو شاهد ؤ. ۲۵۱ نښتې دې ولايت کې شوې دي چې د ۳۳ نورو ولايتونو او د ۲۰۲۱ کال په پرتله د نښتو ترټولو لوړه شمېره ګڼل کېږي. ۲۵۱ نښتو هم، دغه ولايت د نورو ولايتونو په پرتله د زيان ليدونکو ولايتونو د ليست په سر کې راوستی دی. دا په داسې حال کې ده چې يوازې په کندهار کې د تاوتريخوالي پرمهال دوه زره او ۲۱۶ تنه وژل شوي چې په حقيقت کې د ټول هېواد ۳۰ سلنه تلفات جوړوي.
په هلمند کې هم تاوتريخوالی ډېر شوی دی. په دې موده کې په نوموړي ولایت کې ۲۱۵ پېښې شوې چې ۸۹ چاودنې هم په کې راځي. د وژل شويو وګړو په شمېر کې هلمند د روان زېږديز کال په لومړيو ۱۰۰ ورځو کې د ۷۵۹ وژل شويو سره، وروسته له کندهاره د هېواد په کچه دويم خونړی ولايت ياد شوی دی. په ارزګان ولايت کې هم ۶۸ پېښې شوې چې د سړک غاړې مين ۱۵ چاودنې هم په کې راځي. د دغو پېښو په پايله کې لږ تر لږه ۲۸۲ تنه وژل شوي دي. که څه هم د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې د تلفاتو په کچه کې کموالی راغلی، خو تاوتريخوالی او ګواښونه اوس هم په خپل ځای دي.
زابل هم د هېواد د سویلي حوزې يو بل ولايت دی. په روان زېږديز کال کې د ۸۱ پېښو امله لږ تر لږه ۲۶۱ تنه وژل شوي چې د تېر کال په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی. د اتو حوزو د وېش په اساس، نيمروز هم د هېواد سویلي حوزې اړوند دی. په ورته وخت کې په دې ولايت کې هم ۱۹ پېښې شوې چې په پايله کې يې ۵۸ ملکي وګړي وژل شوي دي. ويل کېږي چې له دې وړاندې هم د هېواد په سویلي ولایتونو کې د تاوتريخوالي د زياتوالي راپورونه ورکړل شوي ؤ. په دغه موده کې د کندهار او هلمند پر ځينو سيمو د طالبانو بريدونو د دغې حوزې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې اغېزې؛ ۲۴۱ زره وژل شوي او ۲،۲۶ تريليون ډالره لګښت
د پېښو، تاوتريخوالي او د وسله والو نښتو د سيمو پلټونکی بنسټ يا «ACLED» د موندنو سره هم‌مهاله د جګړې د تلفاتو پروژې (Cost of War) موندنې هم ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې سره هم‌مهاله له ۲۴۱ زرو زیات وګړي وژل شوي دي. په دغو اټکلیزو شمېرو کې ۷۱ زره او ۳۴۴ تنه ملکي وګړي، ۷۸ زره او ۳۱۴ امنيتي پوځیان، ۸۴ زره او ۱۹۱ تنه طالب جنګيالي او دوه زره او ۴۴۲ امريکايان شامل دي. دغه بنسټ چې د امريکا په بوستون پوهنتون کې د واټسن انستيتيوت تر نظر لاندې فعاليت کوي، ويلي يې دي چې په دې موده کې ۲،۲۶ تريليون ډالر د افغانستان په جګړه کې لګول شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د «ACLED» د موندنو په اساس يوازې په وروستيو پینځو کلونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۱۸۸ جګړه‌ييزې پېښې شوې چې په پايله کې يې ۱۱۳ زره او ۴۲۵ تنه وژل شوي دي.
دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي چې تمه ده بهرني ځواکونه د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه ووځي. د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټې د کره کېدو سره هم‌مهاله امريکايي چارواکو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
ويل کېږي چې اوسمهال د هېواد په ډېری ولايتونو کې جګړه په شدت سره روانه ده. له نښتو سره هم‌مهاله د سولې مذاکراتو بهیر هم په ټپه درېدلی دی او آن دواړه اړخونه په دې نه دي بريالي شوي چې د استانبول ناسته په ټاکلې نېټه ترسره کړي. تمه وه چې دغه غونډه د اپرېل په ۲۴مه جوړه شي، خو ويل کېږي چې د طالبانو ډلې د مخالفت له امله وځنډول شوه.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټولنه

اوچا: پر ښځو محدودیتونه په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر ګډوډوي

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792930656]
د طالبانو میلیاردي قراردادونه؛ ولې د اوبلنو ګازو بیه لا هم لوړېږي؟
راپورونه

د طالبانو میلیاردي قراردادونه؛ ولې د اوبلنو ګازو بیه لا هم لوړېږي؟

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792928804]
طالبانو په اروزګان کې د یوه پخواني نظامي پر کور چاپه وهلې
خبرونه

طالبانو په اروزګان کې د یوه پخواني نظامي پر کور چاپه وهلې

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792927913]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.