د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د هرې ورځې په تېرېدو د بېکارۍ کچه لوړېږي او په خبره یې، خلک د توکو پېرلو وس له لاسه ورکوي. په هرات کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي ټينګار کوي چې د تېر کال پرتله په بیو کې پام وړ کمی راغلی دی. د هغوی په خبره، په دغه ولایت کې ډېر لږ خلک وچه مېوه اخلي.
حمیدالله اسحقزی چې له کلونو راهیسې په هرات کې وچه مېوه پلوري، ټينګار کوي چې ټول کال یې بېکاري زغملې او اختر ته په تمه و؛ خو په خبره یې، د اختر ورځو په نږدې کېدو یې هم د کاروبار مزه نه شته. دا هټۍوال له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «ټول کال د دوکان کرایه ورکوو، یوازې مو د اختر شپو ورځو ته تمه وي چې ښايي کاروبار مو وغوړېږي او ډېره مېوه به وپلورو؛ خو له درېیو کالو راهیسې مو د دې پر ځای چې د اختر په شپو ورځو کې کاروبار ښه شي، بدتره کېږي. سږکال مو د کاروبار مزه نه وه او د تېرو کلونو پرتله مو ۵۰ څخه تر ۶۰ سلنې پلور کم شوی دی.» حمیدالله زیاتوي: «له بده مرغه کاروبار مو د امارت[طالبانو رژیم] له واکمنېدو وروسته خراب شوی او خلک هم د توکو د پېرلو وس نه لري. له دې وړاندې مو د اختر په شپو ورځو کې له دوو لکو تر درېیو لکو پورې سودا کوله؛ خو اوس ۵۰ او ۶۰ زرو ته هم نه رسېږي چې له دې به موږ څومره د دوکان کرایه، د برېښنا او شاګرد پیسې ورکړو.»
په هرات کې یو شمېر نور هټۍوال هم وايي چې په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله د وچې مېوې بیې ټيټې شوې دي؛ خو په خبره یې، د بازار پخوانۍ مزه پاتې نه ده.
حشمتالله په هرات ښار کې د وچې مېوې هټۍ لري. نوموړی وايي چې د وچې مېوې د بیو له ټیټېدو سره سره یې ځيني خلک د پېرلو وس نه لري.
حشمتالله زیاتوي: «د تېر کال پرتله بیې پام وړ ټیټې شوې دي. مثلاً پروسږکال یوه کیلو پسته ۹۵۰ افغانۍ وه، سږکال بیا ۶۵۰ افغانۍ ده. ممیز په ۱۸۰ افغانۍ و، اوس ۱۴۰ افغانۍ دي. د کدو زړي په ۳۵۰ افغانۍ و، اوس ۲۶۰ افغانۍ دي. چهارمغز په ۶۵۰ افغانۍ و، سږکال ۵۰۰ افغانۍ دي. د یو کیلو درختي بادامو په بیه کې ۲۰۰ افغانۍ کمی راغلی دی. خو سربېره پر دې بیا هم بازار سوړ دی او مزه یې نه شته.»
په هرات کې د وچې مېوې دا پلورونکی وايي: «موږ ثابت او څو کلن پېرېدونکي لرو. هغوی چې سږکال د پېر لپاره راغلي، د نورو کلونو پرتله یې توپیر لاره؛ یانې یوازې یې رواج پرځای کړ. کوم پېرېدونکي به چې نورو کلونو کې له هر ډول وچې مېوې درې یا څلور کیلو وړل، سږکال یې یوازې یو کیلو وپېرل او همدا د دې لامل شوی چې بازار خپله پخوانۍ مزه له لاسه ورکړي.»
بلخوا، د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د بېکارۍ له کبله نه شي کولای اړتیا وړ توکي وپېري او دا حالت د دې لامل شوی چې هغوی د اختر په څېر د نورو مناسبتي ورځو لپاره اړین تیاری ونه لري.
د هرات اوسېدونکی عزیز احمد وايي: «خلک د وچې مېوې او د اختر لپاره د تیاري وس نه لري. زه خپله له کلي ښار ته راغلی یم چې د اختر لپاره وچه مېوه واخلم، ونه توانېدم چې اړتیا وړ مېوه وپېرم؛ ځکه له یوې خوا دغې دوه درې کلنې بېروزګارۍ او له بلې خوا وچکالۍ له موږ څخه د پېرودلو وس اخیستی دی.»
ورته مهال، د هرات یو بل اوسېدونکی وايي چې بېکاري او بېوزلي د دې لامل شوې چې په خبره یې، د اختر لپاره تیاری ونه لري. محمدامین چې یو کارګر دی، وايي چې د اختر نمانځلو لپاره یې هېڅ تیاری نه دی نیولی. نوموړی ټينګار کوي چې اختر د بېوزلو خلکو نه دی. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د بېوسه کس یې له اختر سره څه! زموږ اختر هغه شپه ده چې د ورځې کار پېدا کړو او شپې ته څلور ډوډۍ له ځان سره یوسو، له کورنۍ سره یې وخورو او نسونه مو ماړه شي. اوس په اوونیو وزګار یم او د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لرم. اختر ته د وچې مېوې پېرل خو په خپل ځای پرېږده! له بده مرغه د اختر نمانځلو وس نه لرو.»