په تېرو ۶ میاشتو کې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۵ ماشومان ژورو څاه ګانو ته لوېدلي.
د هلمند اوسېدونکي د داسي پېښو رامنځ ته کېدل د کورنۍ د مشرانو ناغیړي په ګوته کوي.
ددې ولایت اوسېدونکي تر ځمکې لاندې اوبو د را کښلو په هدف ژور څا ګان کیندلي، خو وخت نا وخت هم دغو څا ګانو ته ماشومان ځکه ورلوېږي چې د څا ګانو سرونه نه دي پټ شوي.
د لښکرګاه د کاریز سیمې اوسېدونکی محبوب خان وایي برمو(څا ګانو)ته یې حیوانات او انسانان لویدلي دي. د دوی په خبره د دغو پېښو د مخنیوي په خاطر باید د ټولو هغو څا ګانو سرونه پټ کړي چې لوڅ پاتې دي او ځیني وخت د ماشومانو د لویدلو سبب هم کېږي .
نوموړی وایي، ژورو څاګانو ته ځکه ماشومان ورلوېږي چې د کورنۍ مشران د برمو سرونه نه پټوي او ماشومان د لوبو پرمهال ورلوېږي.
په یاده سيمه کې برمې ته د یو ځوان د لوېدو د پېښي عيني شاهد جعمه ګل وایي:« تره یې چې یوې ژورې څاه ته ۳ کاله وړاندي لویدلی، تر اوسه د هغو ټپونو له امله رنځ وړي.»
هغه هم د دې پېښو د پړې ګوته خلکو ته نیسي چې په خبره یې هغوی توجه نه کوي، تر څو خپل د برمو سرونه پټ کړي .
هغه خپل تره د ورلوېدولو کیسه داسې کوی:« په څاه کې د اوبو د را ایستلو ماشین خراب و، تره مې غوښتل هغه جوړ کړي او له دې سره څاه ته ورولوید. اوسه هم له همدې امله روغتیايي ستونزې لري، د لته یې علاج نه کېده، کابل ته مو څو ځله وړی دی، خو تراوسه نه دی روغ شوی.»
بل خوا بیا د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولين وايي، ولایتي اداره یې ژوروڅا ګانو ته د لوېدو د پېښو د مخنیوي په هدف هڅې کوي، ترڅو د ماشومانو ژوند وژغورل شي .
نوموړی وایي:«په تېرو شپږو مياشتو کې د هلمند په ګډون په ځینو نورو ولایتونوکې ژورو څاګانو ته د ماشومانو دلوېدلو پېښې زیاتې شوې، خو د مرکز کابل او ولایتي ادارې له خوا یو با صلاحیته پلاوی ټاکل شوى او ددې ستونزو مخنوي په هدف به ژوراقدام ترسره کړي.»
د حقوقي چارو کارپوه امان الله پښتون وایي، ژرو څا ګانو ته د ماشومانو لوېدل یو بد خبر دی. دی زیاتوي، د کورنیو مشران دا مسؤلیت لري چې د خپلو اولادونو ساتنې او څارنې ته زیاته پاملرنه وکړي.
د نوموړي په خبره:«هر ماشوم ساتنې او پالنې ته اړتیا لري، داچې ماشومان څاګانو ته ورلوېږي دا د کورنۍ د مشران بې غوري ده، په کارداده چې والدین خپلو ماشومانو ته جدي پاملرنه وکړي.»
دیادولو وړ ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په واشیر، ګریشک، موسی کلا، ګرمسیر، نوزاد او نادعلي ولسوالیو کې برمو ته ۱۵ ماشومان لوېدلي دي چې له یادې ماشومانو څخه ۲ یې ژوندي ژغورل شوي او ۳ ماشومان بیا په هماغه ژوروڅاګانو کې پاتې شوي دي .