د هغې ويډيو خپرېدل چې د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين د ویجاړولو او د وسایلو د لوټلو بهیر پکې ښودل شوی، په وروستيو ورځو کې يې په ټولنيزو رسنيو کې د ډېرو پام وراړولی دی. سيمه ييز چارواکي ددې دارالمعلمين د ويجاړولو او د توکو د تښتولو پړه پر طالبانو اچوي. خو دغې ډلې د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين په ويجاړولو او د توکو په لوټلو کې د خپلو غړو لاس لرل رد کړي دي.
د روزګان د والي وياند، احمدشاه ساحل وايي چې طالبانو لومړی دارالمعلمین ویجاړ او بيا يې چور تالان کړی دی.
ساحل وويل چې طالبانو د دهراود ولسوالۍ بازار ته له ننوتلو وروسته، ځينې هټۍ، سوداګريز مرکزونه او دولتي تأسيسات هم ويجاړ کړي او وسایل يې لوټلي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وايي چې د دهراود ولسوالۍ ودانۍ، د جګړې پر مهال ويجاړه شوې وه؛ خو د جګړې له درېدو وروسته، د سیمې خلکو د حکومتي ادارو ځیني وسايل له ځانونو سره وړي دي. مجاهد وويل چې د طالبانو ډلې دا پېښه ارزولې ده او روښانه شوې چې ددې ډلې غړي پکې لاس نلري. د نوموړي په وينا، د طالبانو ډلې غړو د يادو ادارو د وسايلو د لا لوټلو مخه نيولې ده. د طالبانو ډلې وياند وويل چې خلک سم خبر نه ول چې دا ودانۍ د دارالمعلمين او یا ښوونيز مرکز دی!
نوموړي ادعا وکړه چې ددې ډلې غړو ددغه دارالمعلمين وسايل چې «مېز او څوکۍ» هم په کې دي، بېرته راګرځولي دي.
په هغه ويډيو کې چې خپره شوې ده، يو شمېر ماشومان هم لیدل کېږي چې د دارالمعلمين ځيني وسايل له ځانونو سره وړي.
د روزګان د والي دفتر، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو، ماشومان دې کار ته اړ کړي دي. ددې دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي، هغه ويډيو چې خپره شوې، په څرګند ډول پکې ليدل کېږي چې د طالبانو ډلې جنګیالي د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين په لوټلو بوخت دي او دا عمل ددې ډلې په شتون او حکم شوی دی.
دغه دفتر نيوکه کوي چې ځینو د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ خلک تورن کړي چې دا دارالمعلمين يې لوټلی دی. د روزګان د والي دفتر، د ځينو هېوادوالو له لوري د روزګان د خلکو «تهذيب، مدنيت او معارف دوستي» تر پوښتنې لاندې راوستو باندې نيوکه کړې ده.
د روزګان ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د روزګان اوسېدونکي هېڅکله خپلو ځانونو او اولادونو ته دا اجازه نه ورکوي چې علمي مرکزونه ویجاړ کړي. ياد دفتر تينګار کړی چې دا کار د طالبانو لخوا شوی او په هېڅ ډول يو ځانګړي قوم او سیمې سره تړاو نه لري.
د روزګان والي مطبوعاتي دفتر له خلکو غوښتي دي چې دغه «شرموونکی عمل» د روزګان او په ځانګړي ډول د دهراود ولسوالۍ خلکو پورې اړوند ونه ګڼي. د روزګان د والي دفتر له لوري، طالبان ددې پېښې اصلي عاملین ګڼل شوي دي چې د روزګان د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين د ویجاولو او لوټلو زمينه يې برابره کړې ده.
د روزګان د والي دفتر د خبرپاڼې پر اساس، د دهراود ولسوالۍ دارالمعلمين له څو کلونو راهيسې فعال وه او هېچا هغه ويجاړه نکړه او کله چې د طالبانو ډلې د دهراود مرکز ونيوه، نو دا عمل ترسره شو.
پر دې سربېره د روزګان د والي دفتر ويلي دي چې د پوليسو قومندانۍ، ولسوالۍ او ښاروالۍ ودانۍ، د پوهنې او کرنې آمريتونو دفترونه، هټۍ او سوداګريز مرکزونه او د عادي خلکو کورونه هم د طالبانو له لوري ويجاړ شوي دي.
طالبانو د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمین د ویجاړولو او لوټلو پېښه د جګړه ييز حالت يوه «استثنايي او غير نورمال» پېښه بللې ده او هغه يې «فرصت طلبه غلو» پورې اړوند ګڼلې ده او ويلي يې دي چې خلکو په خپل سر دا کار کړی دی.
د طالبانو ډلې د يوې مقالې په خپرولو سره چې رسمي دريځ يې څرګندوي، ويلي دي چې چاته اجازه نه ورکوي چې پر عامه شتمنيو تعرض وکړي او نه هم ددې ډلې خلک په داسې کار لاس پورې کوي.
د طالبانو ډلې ويلي دي چې هڅه کوي لوټل شوي توکي بېرته ترلاسه او غلو ته سزا ورکړي.
د روزګان سيمه ييزو چارواکو د روان کال د ليندۍ په ۲۳مه نېټه، د روزګان ولايت له دهراود ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو شاتګ ومانه. پر دې ولسوالۍ د طالبانو بريد له دې وړاندې شوی ؤ.
له دې مخکې ورته پېښه په هلمند ولايت کې هم شوې وه. د طالبانو له لوري د هلمند پر مرکز لښکرګاه او ولسواليو له پراخو بريدونو وروسته، ددې ولايت د برېښنا سب سټېشن او د امنیتي ځواکونو د يوې پوستې وسایل ولوټل شول. د طالبانو ډله پړه وګنل شوه چې د برېښنا سب سټېشن د لوټلو زمينه يې برابره کړه ده.