طالبانو تر دې دمه د افغانانو او نړۍ غوښتنې په سمه توګه نه دي درک کړې. طالبان د دې پر ځای چې له لوږې سره مبارزه وکړي، ټولشموله حکومت جوړ یا هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي، خپل برداشت چې له دین او سیاسته یې لرې، عملي کوي. نړۍ په بیا بیا له هغوی غوښتي، چې د خلکو غوښتنې او د هېوادوالو ازادي او بشري حقونه رعایت کړي. له دې غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو د خلکو حقونو، ارزښتونو او فردي او سیاسي ازادۍ ته درناوی نه دی کړی.
طالبان د افغانانو او نړۍ پر «ژبه» نه پوهېږي. دلته له «ژبې» د افغانستان پر رسمي ژبو پوهېدن یا د افهام او تفهیم مهارت نه دی، مطلب دا دی چې د طالبانو د سرپرست حکومت مسوولان د نړۍ د واقعیتونو، غوښتنو او د خلکو د ازادۍ له درک او له نړۍ سره له تعامل څخه ناتوانه دي. همداسې هغوی له نننو مقولاتو او مفاهیم څخه داسې اخذ نه لري، لکه څنګه چې یې افغانان یا نړیوال لري. د طالبانو په باور، له لوږې د خلکو ژغورل د حکومت مسوولیت نه دی او خلک باید ډوډۍ له خپل خدایه وغواړي. فردي او سیاسي ازادي، بشري حقوق، کار روزګار، ټولشموله حکومت، اطلاع رسونه او خصوصي حریم د طالبانو په لیدلوري کې د «شریعت» له قید سره تړلي دي. هغوی د خلکو عمومي او خصوصي چارې له «شریعت» سره تړي او د شرعي اصولو تفسیر هم په خپل واک کې ګڼي. دا په داسې حال کې ده، چې له دغو مفاهیمو څخه افغانستان او نړۍ بېل اخذ لري.
په څو تېرو میاشتو کې د طالبانو سرپرست حکومت مسوولانو د ټولشموله ارزښتونو او د افغانانو د غوښتنو په هکله د خبریالانو پوښتنو ته کُلي ځوابونه ورکړي دي. په دې ټولو ځوابونو کې د شریعت څرکونه حتمي لیدل کېږي. له دې ټولو ورهاخوا، د افغانانو او نړۍ د غوښتنو په اړه له طالبانو غیرمشروطه خبره نه ده اورېدل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د زیات قدرت د ترلاسي په سر او له خپل لیدلوري سره سم د خپل اخذ او تفسیر د پلیتابه په هڅه هم دي. د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په وروستي پيغام کې له دغو اختلافاتو او سیالیو پرده پورته کړه. د هغه ژړغونی غږ په ډاګه کوي، چې طالبان د خپل جوړښت په دننه کې اختلافات لري او د حکومتولۍ او له نړۍ او افغانانو سره د تعامل بېلابېل لیدلوري لري. د معلوماتو له مخې، د اختلافات ورځ تر بلې زیاتېږي. که وضعیت په همدې توګه روان وي، لرې به نه وي، چې طالبان به د خپلې ډلې په دننه کې د اختلافاتو په سر د لانجو له کبله د نړۍ او افغانانو غوښتنې کاملاً هېرې کړي او د دوی د حکومت او خلکو ترمنځ د ګډې ژبې شونتیا به له منځه لاړه شي.
رښتیا خبره دا ده، چې د خلکو غوښتنو ته په نه کتو به دا ستونزې هوارې نه شي. دا مساله په تېرو څلورنیمو میاشتو کې ثابته شوې ده. طالبانو په زښت زیاتو شعارونو خپل سرپرست حکومت اعلان کړ او په اوونیو د خپلې «بریا» په تبلیغ کولو بوخت وو؛ خو په لنډه موده کې ثابته شوه، چې هغوی خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو او د خلکو غوښتلو ته ځواب ونه لاره. د دغې ادعا لپاره کافي ده، چې تېرو څلورنیمو میاشتو ته وکتل شي. هغه وخت به په ډاګه شي، چې د طالبانو او خلکو ترمنځ هېڅ ګډ اخذ نه دی رامنځته شوی. لوږه زیاته شوې او خلک له ستونې تېروي. لاریونونه ځپل کېږي، اقتصاد مخ په پاشل کېدو دی او په دولتي ادارو کې د خدماتو د وړاندې کولو بهیر درېدلی دی. د نړۍ غوښتنو ته هم پام نه دی شوی، ټولشموله حکومت نه دی جوړ شوی او د فردي او سیاسي ازادۍ په اړه شوې ژمنې نه دي عملي شوې. که طالبانو د خلکو غوښتنې درک کړې وای او د نړۍ غوښتنې يې اورېدلې وای، په دې څلورنیمو میاشتو کې باید د ستونزو د هواري، د خلکو د دردونو د ټکور او له نړۍ سره تعامل ته نیم یو ګام اخیستل شوی وای.
تر هر څه مخکې، پکار ده چې طالبان د خلکو او نړۍ پر ژبه وپوهېږي. دا ژبه یوازې اورېدل او ویل نه دي، مطلب ترې د خلکو او نړۍ د غوښتنو درک دی. دا چې خلک له لوږې مري او د خپلو هیلو جنازې پورته کوي، واقعیت دی. یوازې د دغو واقعیتونو په درک له لوږې سره مبارزه او د خلکو هیلو ته یو کار کېدای شي. له نړۍ سره هم د اوسنیو واقعیتونو له مخې تعامل کېدای شي. په نننۍ نړۍ کې د راکړې وکړې اساس د نړیوالو قوانینو په منلو جوړېږي. طالبان تر څو دا غوښتنې درک نه کړي او د خلکو او نړۍ پر ژبه ونه پوهېږي، د اوسنیو ستونزو د هواري لار نه شي راایستلی. خبره دا ده، چې تر اوسه د طالبانو او نړۍ لیدلوري یو له بل سره غاړه غړۍ شوي نه دي.