له ښاره چې ووتل، د شنو پټیو او ورشو ګانو ترمنځ لاره یې ونیوله، په لاره کې یو ښکلی کلی په مخه ورغی، کلیوالو کرکېله کوله، ځای ځای یې په شنو ورشو کې په رمو او پیورو غواګانو سترګې خوږې شوې. شنه غنم د هوا څپو ته داسې ورو ورو اوښتل را اوښتل لکه د اتڼ په پیل کې چې زلمي اتڼچیان څڼې غورځوي. کورونه پر کوشنیو غونډيو آباد وو، د غرمې د تنرونو لوګیو دا ښووله چې کورنیو غلمینه ډوډۍ پخوله.
ببرسري پیر وموسل، ودرېد او خپل مرید ته یې وویل:
دا کلی د هوښیارو خلکو هستوګنځای دی، هرڅه پر خپل ځای دي، دوی پرشنو پټیو خټين او ډبرین کورونه نه دي ودان کړي، دوی د کروړ زمکه پېژني ځکه په نس ماړه او په تن پټ دي. وګوره !
هېڅ برجوره لویه کلا نه شته ، ټول کورنه د اړتیا تر بریده پراخ جوړ شوي، خو نه لوړې پخڅې لري او نه هم داسې برجونه، چې له تیرکشونو څخه یې څوک وګواښل شي، له دې نه ښکاري، چې د دې کلي اوسیدونکي دوښمني او تربورګلوي نه پېژني. په لښتیو کې اوبه روانې دي، لارې له ډبرو او خنډونو پاکې دي، پلونه او ګودرونه جوړ دي او د کلي ژرنده او جومات اخېړ شوي دي، داسې ښکاري، چې دا خلک لاهم اشر کوي او خپلې ګډې شتمنۍ په خپله ساتي.
مرید یو کلیوال د کلي د ودانۍ او هوسایینې له رازه وپوښت، کلیوال ځواب ورکړ:
بل راز نه شته، یوازې هرڅه پرخپل ځای دي:
خان مشري کوي، خو ټوپک او کوتک نه لري، ملا یوازې په جومات کې وي عبادت کوي او خلک سمې لارې ته رابولي، ملا او خان یو د بل په کارونو کې ګوتې نه وهي. د کلي خلیپه یوازې سرونه جوړوي، د ودونو او خیراتونو پخلی کوي او په خوښيو کې ډول وهي، د ده له سیاست سره کار نه شته. هو ریښتیا یوه بل خبره دا ده، چې په کلي کې یوه مشره مورا ده، هغه لوستې او هوښیاره ښځه ده، د کلي ټولو ښځو ته یې سبق ویلی دی، د کلي ټول نارینه د لوستیو ښځو په لمنو کې رالوی شوي دي، هوښیار، زړه سواندي او مهربانه دي، هيڅوک په غلو او داړه مارو پسې نه ځي، زموږ د کلي خلک غله خپل اتلان نه ګڼي.
ببرسري، چې دا هرڅه واورېدل ویې خندل، ښه بېدریغه یې وخندل او بیا یې د کلیوال له لاسه د یخو اوبو کوزړۍ واخیستله، دی تږی و او اوبه خوږې.