د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د روان کال د سپتامبر په ۲۷مه د چهارشنبې په ورځ، فرانسې ته لاړ. د ملي مقاومت د جبهې له رامینځته کېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې نوموړی پاریس ته سفر کوي. تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال مارچ مېاشت کې په هغو مراسمو کې چې یو سړک د احمدشاه مسعود په نوم نومول شوی و یاد هېواد ته یې سفر کړی و چې پخواني جمهور رییس حامد کرزي، او د پخواني دولت د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم ګډون درلود. فرانسې ته د ملي مقاومت د جبهې د مشر د اوسني سفر موخه، ددغه هېواد له سیاستوالو، سیاسي ګوندونو مشرانو، د پارلمان استازو او له مېشتو افغانانو سره لیدنه په ګوته شوې ده.
دا سفر هغومره چې حیاتي او له ارزښت نه ډک بلل کیږي، نه دی. ځکه په داسې شرایطو کې چې ډیری هېوادونه له طالبانو سره پرته له تعامل نه بله لار نه لري، د طالبانو له ضد جبهې نه د فرانسې هرکلی د قدر وړ ده؛ خو د لاندې لاملونو له امله نه شي کېدای دغه سفر ته ډېره هیله وشي:
۱- مسعود تر دې مهاله دومره بریالی شوی چې د فرانسې د جمهوري غوښتونکو ګوند له رئیس اریک چیوتي سره وویني. ویل کیږي دا ګوند د دې هېواد یو له څو لویو ګوندونو نه دی. د بېلګې په ډول، د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي، د څو کلونو لپاره د دې ګوند د سرمنشي په توګه کار کړی. چیوتي له مسعود سره په لیدنه کې، د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مقاومت نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی؛ خو د فرانسې یو شمېر نور نامتو دولت مشرانو او سیاستوالو تر دې مهاله له مسعود سره نه دي لیدلي چې دا کېدای شي د دې سفر ارزښت وښيي.
۲- د مقاومت د جبهې مشر د « زمونږ آزادۍ» د کتاب د مخکتنې په مراسمو کې هم ګډون کړی دی. دا کتاب چې ویل کیږي د احمد مسعود د خاطرو او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې لیدلوری دی، په فرانسوي ژبې لیکل شوی او خپور شوی دی چې هممهاله د پاریس د لوی جومات ادبي ډالۍ هم ترلاسه کړي. د کتاب د مخکتنې په لړ کې، مسعود د پاریس د لوی جومات د اسلامي مرکز له رییس شمس الدین حافظ او د فرانسې د بشر حقونو د ملي کمیسیون له غړي سره هم وویني دغه راز په هغه مراسمو چې د اسلام د پیامبر د میلاد په موخه د افغان کډوالو له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وینا کړې ده. له مقاومت جبهې سره د تړلو خبري سرچینو له لوري د کتاب مخکتنه، له حد زیاد وځلېد، تر دې چې د سفر سیاسي ارزښت یې پیکه کړ. مناسب دا و چې د مقاومت د جبهې فرهنګي برخې د کتاب د مختکتنې په مراسمو کې ګډون کړی وای، نه دا چې د جبهې مشر ګډون وکړ.
۳- احمد مسعود د فرانسې له نړۍوالې راډیو سره ۱۷ دقیقې مرکه کړې ده چې د «زمونږ ازادي» د کتاب خپرېدل، په افغانستان روان وضعیت او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت څرنګوالی، مهم ټکي دي چې د پروګرام مرکه کوونکي چې ایرانی فارسي ژبی دی، په فارسي ژبه له نوموړي سره مطرح کوي. د پام وړ ټکی چې مسعود په دې مرکه کې بیانوي، د پخواني دولت پر وړاندې د طالبانو له جګړې نه الګو اخیستنه ده. خبریال پوښتي: « تاسو په خپل کتاب کې ویلي چې زه دوه کاله وړاندې پوهېدم چې پخوانی دولت له سقوط سره مخ کېږي او طالبان بېرته واک ته راګرځي، څنګه پوهېدئ؟» مسعود ځواب ورکوي: « له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو معامله، د بهرنیو مرستو بندېدل، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت لپاره د واحد روایت نشتوالی، د دولت فساد، خپلمنځي اختلافونه او د هغو هېوادونو لاسوهنه چې د وخت له شرایطو نه په ګټنې یې غوښتل په افغانستان کې یې ګټې ټینګې شي، ددې لامل شو ترڅو دولت سقوط وکړي او طالبانو بېرته واک ته راوګرځي.»
خبریال بیا پوښتي: « که چېرې موضوع ته په واقعي بڼه وګورو، اوسمهال ځواک او د پوځي تجهیزاتو تله د طالبانو په ګټه ده، د ملي مقاومت د جبهې مبارزه د کومې موخې لپاره ترسره کیږي؟» مسعود ځواب ورکوي: د افغانستان د آزادۍ په موخه. په دوام کې، له خبریال نه دا پوښتنه کوي: « آیا هغه مهال چې طالبان د پخواني دولت پر وړاندې جنګېدل، په ځواک، تجهیزاتو او… کې د قوا توازن شتون درلود کنه؟» ددغې پوښتنې د روښانتیا لپاره وايي چې طالبان په پیاوړې ارادې او په ډېر لږو پوځي تجهیزاتو وکولای شول هغې غلطې موخې ته چې غوښتل یې ورسېدل. په دوام کې وايي چې طالبان له همدې امله کېدای شي ښه الګو واوسي؛ په دې مانا هغه څوک چې په کوم څه باور لري، که د طالبانو په څېر اراده وکړي، حتی د اړتیا وړ وسایلو په کموالي کې کولای شي هغه ته ورسیږي.
ښاغلی مسعود علنا دوه ډوله خبرې کوي؛ په دې مانا چې په یوه ځای کې د طالبانو د بریا په هکله چې له کمو پوځي تجهیزاتو نه برخمن و خبرې کوي، په داسې حال کې چې د مرکې په پیل کې، د امریکا معامله ( د دوحې تړون)، د بهرنیو مرستو بندېدل او د یو شمېر هېوادونو چې خپلې ګټې ورته مهمه وې واک ته د طالبانو په بیا راتګ کې ګټور لاملونه یادوي. په دوام کې، هغه مهال چې خبریال له طالبانو سره د هېوادونو د تعامل په اړه پوښتي، په روښانه ډول وايي چې طالبان د وسلو په زور افغانستان ته راغلي دي او د هېوادونو له لوري له دې ډلې سره تعامل، د افغانستان له خلکو سره نه بخښوونکی خیانت دی.
د ملي مقاومت د جبهې د مشر له دوه ډوله خبرو پرته، ټول او حتی پخپله طالبان پوهیږي چې افغانستان دوی ته ورکړل شوی، نه دا چې د وسلو په زور بریالي شوي واوسي. د وسلې او د وسلوال جهاد په زور د افغانستان د ازادۍ تبلیغ، د طالبانو اصلي روایت دی، نه د غیر طالب د حوزې. کله چې د یوې جبهې مشر چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي، ددې ډل روایت چې د پخواني دولت سقوط کېدل دي تاییدوي او تر ټولو مهم دا چې، ښه الګو یې بولي، د حیرانتیا وړ ده. که چېرې داسې وي، دا پوښتنه رامینځته کیږي چې که چېرې طالب په تش لاس « د نوموړي په خبره» په پیاوړې ارادې هغه دولت چې شل کاله د امریکا په مشرۍ د ناټو د سازمان له لوري ملاتړ کېده، لمینځه یوړ، اوس چې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پوځي وسایل په واک کې لري او په ټول افغانستان واک لري، ایا د ملي مقاومت جبهه کولای شي هغه مات کړي؟ دغه تبلیغ چې طالبان په پیاوړې ارادې او په کمو پوځي وسایلو سره یې وکړای شول د پخواني دولت پر وړاندې وجنګېږي او د ډګر بریالي شي، د دې پرځای چې د دې ډلې پر وړاندې د مبارزې انګیزه پیاوړې کړي، کمزورې کوي چې دا تر ډېره د ګټې پر ځای د طالبانو د مخالفینو او د افغاستان د خلکو په زیان ده.
په بل ځای کې د ښځو د حقونو په اړه خبره رامینځته کیږي او خبریال پوښتي چې طالبانو د ښځو پرمخ د ژوند ور تړلی دی، ددې ډلې د ضد جبهې په توګه ستاسو لیدلوری او اقدام څه دی؟ مسعود په ځواب کې دوه ځلي تکراروي چې طالبانو نه په دې دوو کلونو کې، بلکې دېرش کاله کیږي چې د افغانستان پر ښځو ظلم کوي. له دېرشو کلونو نه د مسعود موخه، د طالبانو لومړنۍ واکمني تر دې مهاله شاملیږي. په داسې حال کې چې طالبانو د ۱۳۷۵ کال د تلې په مېاشت کې کابل تر خپلې ولکې لاندې راوست او ځانونه یې د افغانستان واکمن وبلل او ۲۷ کاله کیږي چې د افغانستان د جګړې او سیاست په ډګر کې شتون لري، نه دېرش کاله.
۱- فرانسه د افغانستان په قضیو کې فعال هېواد نه دی. که چېرې فعال هم وي، د نورو هېوادونو په کچه نه دی. د افغانستان په اړه د فرانسې تګلاره له ډېر پخوا نه تر دې مهاله د لاسوهنې بڼه نه لري. دا هېواد تر ډېره غیرسیاسي تګلاره لري او دا چې واک د چا او یا ډلې په واک کې وي، دومره ورته ارزښت نه ورکوي. په لویدیځه اروپا کې، بریتانیا د افغانستان په سیاست کې تل فعاله هېواد و. دغه راز، د المان رول ګټور و او کېدای شي وي چې بېلګه یې د نړۍوالو مهمو ناستو د جوړولو پایلې له ډلې په دې هېواد کې د بن کنفرانس دی. بریتانیا د طالبانو پر وړاندې جګړه کې، له بن نه وروسته د سیاسي نظم په جوړولو او ان د ټولټاکنو په لاره اچولو او حتی په افغانستان کې د هغو د پایلو د اعلانولو په برخه کې روښانه لاسوهنه درلودلې ده، په داسې حال کې چې د فرانسې شتون پیکه و او د ناټو سازمان په جوړښت کې یې د پوځي ځواکونو شمېر ۳۴۰۰ تنو ته رسېده چې د کابل په سروبي او کاپیسا ولایت کې ځای پرځای شوي وو او تر ټولو مخکې په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان نه ووتل.
اوسمهال چې طالبان، پر واک واکمن دي او د افغانستان راتلونکې هم تیاره ده. د فرانسې پړي ته لاس اچول او له طالبانو سره د مبارزې په څاه کې ښکته کېدل، کېدای شي د حل لاره نه وي. فرانسې د پخواني شوروي او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر واندې جګړه کې، هم په افغانستان غیرسیاسي شتون درلود. د بېلګې په توګه، کوم خبریالان چې غرنیو سیمو له ډلې پنجشیر ته راتلل او د جګړو له قوماندانو له ډلې احمدشاه مسعود سره یې مرکې کولې، په هغو کې فرانسویان هم وو. همدا ډول، بې پولې ډاکتران چې د مجاهدینو د جګړیزو ګروپونو د ټپیانو د درملنې لپاره غرونو او لیرې پرتو سیمو ته راتلل، تر ډېره فرانسویان وو او له فرانسې سره د احمدشاه مسعود اړیکه هم له همدې لارې ټینګه شوه.
۲- مسعود د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې په نوم د لوی سازمان په استازولۍ چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې دروند مسوولیت پر غاړه لري، پاریس ته چې د اروپا زړه بلل کیږي، سفر کړی دی. خو په یوازې ځان چې کېدای شي له ځان سره شکونه راوپاروي. کېدای شي مناسب به دا و چې نوموړی د یوه پلاوي په مشرۍ چې بېلابېل قومونه پکې شامل وای سفر کړای وای ترڅو له دې لارې یې د پاریس په هېنداره کې د افغانستان د خلکو د استازولۍ انځور نندارې ته وړاندې کړی وای؛ لکه څنګه چې احمدشاه مسعود فرانسې ته په سفر او د اروپا په پارلمان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون حاضر شوی و. که چېرې د ښاغلي احمد مسعود ماموریت، د کتاب مخکتنه یا فرهنګي پروګرام و، سمه ده چې انفرادي سفر منطقي او مناسب دی، پرته له دې د طالب د ضد حوزې په استازولۍ سفر کول هغه هم په یوازې توګه، نشي کولای ډېر د توجیې وړ وي. د دا ډول سفرونو لیدل، لیدونکی د هغو کسانو په یاد کې اچوي چې ځانونه یې د ایران د دولت اپوزیسون بلل او په انفرادي ډول به یې د نړیوالو ناستو له څنډو د اسلامي جمهوري پر وړاندې غږ پورته کاوه چې ګټه یې نه درلوده. حتی طالبان چې ټول یې پر حکومتولۍ ملنډې وهي، که چېرې یې یو ملا بهر ته سفر کوي، اعلانوي چې د یوه پلاوي په مشرۍ یې یادې سیمې ته سفر وکړ.
په یوازې ډول بېلابېلو هېوادونو ته د مقاومت د جبهې د مشر سفر کېدای شي په ذهنونو کې دا شک رامینځته کړي چې نوموړی یوازې دی او هېڅ سیاستوال او نورې قومي څېرې یې ترڅنګ نشته. دغه موضوع له دوو حالتونو بهر نه ده: یا نور نه شي کولای په احمد مسعود باور وکړي یا هم نوموړی ټیمي او ګډ کار سره لېوالتیا نه لري. دغه راز، کېدای شي د کوربوو له لوري د مېلمنو پر شمېر د محدودیت لګول، ددغه امر لامل وي. که چېرې داسې وي، نو ویلای شو چې حتی فرانسه هم د طالبانو د مخالفو ځواکونو سره په تعامل کې هڅه کوي د تعادل له لارې بهر ګام کښېنږدي ترڅو طالبان ونه ځوریږي.