په وروستیو ورځو کې طالبانو له امریکا سره د خپل هوکړه لیک د لاسلیک کېدو کلیزه ونمانځله. دا لومړی ځل نه دی چې په دغه هېواد کې یا د دغه هېواد په اړه دغه ډول تړونونه لاسلیکېږي. لږ تر لږه له ۱۸۰۹ کال راهیسې چې شاه شجاع د بريتانوي هند له حکومت سره تړون لاسلیک کړ، د ډیورنډ او ګندمک د تړون په ګډون په بېلابېلو منځپانګو سره لسګونه تړونونه لاسلیک شوي دي. خو د دغو تړونونو پایله داسې څه نه و، چې د افغانستان خلکو ته خوښي، پرمختګ او هوساینه راولي او د تاریخ له ژورو نه د دې هېواد د خلاصون، د سوالګرۍ د ختمولو او دې ټولنې ته د عادي حالت د راوستلو لامل شي.
خو ولې د دومره تړونونو او هوکړه لیکونونو له لاسلیک کېدو سره سره، نه د خلکو بې وزلي، ناپوهي، او بې سوادي کمېږي او نه هم د هېواد بې ثباتي، وروسته پاتې والی او بې برخلیک توب پای مومي؟ بې له شکه د دې تر شا ډېر لاملونه شته، خو یو له مهمو لاملونو په صحنه کې د خلکو د حضور نشتوالی دی، ځکه چې داسې بنسټونه نه شته چې په ټولیز برخلیک کې د خلکو ګډون ته لاره هواره کړي او د هغوی اراده تمثیل کړي. هغه واکمنان چې په دې دوره کې واک ته ورسېدل، لږ تر لږه د شاه شجاع له وخته، ټول تر یوه بریده په بهرني ملاتړ پورې تړلي وو، نه کورني ملاتړ پورې.
که په لنډو دورو کې دغه تړلتیا او ملاتړ کم شوی، نو هماغه واکمنان له زوال سره مخ شوي دي. د ډېرو پخوانیو تړونونو منځپانګه له بهرنیانو نه په سیمه کې د هغوی د ګټو د خوندیتوب په بدل کې د مالي مرستو تر لاسه کول او د سترو قدرتونو په سیالۍ کې نیابتي ګډون دی، له همدې امله په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان برخلیک د لندن او سنټ پیټرزبورګ په هوکړو او په شلمه پېړۍ کې د جینوا او نیویارک په هوکړو کې ټاکل کېده او په ۲۱مه پېړۍ کې د بن او دوحې په تړونونو کې ټاکل کېږي. زموږ لپاره تر ټولو کرغېړن تړون د دوحې هوکړه لیک دی، ځکه چې زموږ پر اوسني برخلیک مستقیم اغېز لري. د دغه هوکړه لیک په پایله کې یو حکومت ړنګ شو، یو ملت بې برخلیکه شو او یو هېواد د ترهګرۍ کندې ته ولوېد. د دې وضعیت په پایله کې د زرګونه علمي او متخصصو کادرونو په ګډون سلګونه زره خلک د نړۍ ګوټ، ګوټ او بېلابېلو برخو ته بې ځایه شول. د زده کړو د دوام له حقه د ملیونونو نجونو بې برخې کېدل، له بنسټیزو بشري حقونو نه د ملیونونو ښځو محرومیت، افغانستان ته د زرګونو ترهګرو د راتګ تر څنګ، د پوهې او څېړنې د تتې ډېوې مړینه، د دغه هوکړه لیک د لاسته راوړنو یوه برخه وه او نورې پایلې یې لا پر لاره دي.
که څه هم د دغه هوکړه لیک ټولې مادې په ډاګه نه شوې او د تل په څېر خلک له هغه برخلیکه ناخبره وو، چې ورته ټاکل شوی و. خو د دغه هوکړه لیک د مادو یوه برخه په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیتونو ورټوله وه. امریکایانو وویل، چې طالبانو ژمنه کړې چې تر خپل واک لاندې سیمو کې به د دغو ډلو د فعالیتونو مخه نیسي. طالبان وايي چې ژمنه یې کړې، چې پر امریکا او د هغې پر ګټو به د هغوی د برید مخه نیسي او پر دې ژمنه ولاړ دي. خو په افغانستان کې د هغوی حضور او نور هغه فعالیتونه چې امریکا ته زیان نه پېښوي، په دغه هوکړه لیک کې شامل نه دي. دا چې د افغانستان د خلکو د حقونو وضعیت به څنګه کېږي، دا چې له نورو ترهګرو ډلو سره به د طالبانو اړیکې کومه بڼه خپلوي او دا چې په سیمه او نړۍ کې د افغانستان دریځ څرنګه کېږي، د دغه هوکړه لیک ناویلې برخې وې. طالبان هغه وخت حق لري چې له امریکا سره پر خپلې هوکړې وویاړي چې له تړلتیا خلاص شي، د افغان ولس پر عزت فکر وکړي، د هغوی پر حقونو باور ولري او هغوی ته د خپل برخلیک ټاکلو حق بېرته ورکړي. د نورو د ګټو ساتلو ته ژمنتیا او د شاه شجاع د سناریو د یوې مذهبي نسخه تکرارول کومه د ویاړ خبره نه ده.