په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره هممهاله ډیری هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او په دغه هېواد کې یې خپل رسمي دیپلوماتیک شتون ته د پای ټکی کېښود.
په دې لړ کې روسیه، چین، ایران او پاکستان له هغو څلورو هېوادونو وو چې خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ یې فعالې وساتلې.
یو شمېر هېوادونو چې د طالبانو د رژیم په راتګ سره یې وغوښتل په دغه هېواد کې بیاځلي خپل سفارتونه فعال کړي، یو په بله د ديپلوماتیکې کډې په فکر کې دي.
سعودي عربستان تازه خپل دیپلوماتان له افغانستانه ایستلي دي.
د سعودي عربستان د دولت دغه اقدام د عامو خلکو په ذهنونو کې ډیرې پوښتنې راپارولي دي. سیاسي کارپوهان په کابل کې د عربستان د سفارت تړل کېدل؛ د انزوا په لوري د طالبانو تلل بولي، او ټینګار کوي چې دغه ډله له نړۍ سره د تعامل وړتیا نه لري. د ملي امنیت مخکینی رییس هم په دې باور دی چې په کابل کې د اسلامي هېوادونو د سفارتونو د بندېدو لامل، پر طالبانو د ديپلوماتیکو فشارونو دوام او د امنیتي ګواښونو ډیروالی دی.
سرچینې بیا ۸صبح ورځپانې ته وايي چې په کابل کې د سفارتونو بندېدل د امنیتي وضعیت د ګډوډېدو او د طالبانو تر بیرغ لاندې د هېواد د راتلونکي ناڅرګند وضعیت په ګوته کوي.
سعودي عربستان په منځني ختیځ کې له ځواکمنو هېوادونو دی. دغه هېواد د مالي پیاوړتیا او د مذهبي اړخ له امله، د اسلامي نړۍ په بدلونونو کې مهم رول لري. ریاض له کابل سره لږترلږه اته لسیزې ديپلوماتیکې اړیکې درلودې خو داسې ښکاري چې دغه اړیکې اوس ترینګلې شوې دي. خو ځینې سرچینې وايي چې په افغانستان کې له قطر سره د سعودي عربستان د ګټو تقابل، د امنیتي مسایلو ترڅنګ، له طالبانو سره د رسمي تعاملاتو پرې کېدل له نورو مهمو موضوعاتو ګڼل کیږي.
عربستان په داسې حال کې په کابل کې د سفارت فعالیتونه درولي چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوطه ۳ میاشتې وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۹ مه نېټه په کابل کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونه بیاځلي پیل کړل. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې سعودي عربستان پنځه ورځې وړاندې (پنجشبه د سلواغې ۱۳) په کابل کې خپل سفارت تړلی او یو شمېر کارکوونکي یې په اسلاماباد کې خپلې سیاسي څانګې او نور یې ریاض ته لېږدولي دي.
په ورته مهال، یو شمېر کورني رسنیو راپور ورکړی چې سعودي عربستان داسې راپورونه ترلاسه کړي چې داعش به له وژنکو موادو ډک موټر په مرسته، ددغه هېواد پر ودانۍ برید کوي. د راپورونو له مخي، سعودي عربستان د امنیتي ګواښونو له امله د خپل سفارت کارکوونکي له کابل نه د پاکستان پلازمینې اسلاماباد، او یو شمېر نور یې ریاض ته لېږدولي دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، وایي چې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت نه دی تړل شوی. د هغه په وینا د سعودي عربستان دیپلوماتان ریاض ته په یوه روزنیز پروګرام کې تللي او بېرته به کابل ته راستانه شي.
په ورته مهال یوه باخبره سرچینه ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د طالبانو یوه برخه مشران ورځ تر بلې له خپل مشرتابه شکایتونه کوي. هغه که د بهرنیو له پلاویو سره په لیدنه کې وي او یا هم د افغانستان له ځینو سیاسي فعالینو سره په خبرو کې، دوی د خپل رهبر او د هغه په خوا کې د ځانګړې حلقې له کړنو خپله نارضایتي په وار وار تکرار کړې ده.» د سرچینې په وینا، د دغو شکایتونو لحن په داسې ډول ده چې څېړونکو د کودتا او یا په افغانستان کې د کورني جګړې وړاندوینه کړې ده؛ هغه خپل منځي جګړه چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د غځېدو په حال کې ده.
دغه سرچینه زیاتوي: «د دغو فشارونو د دوام له امله، د طالبانو مشرتابه د ملا یعقوب په واکونو کې کمښت راوستلی او د قول اردوګانو قوماندان یې هم د خپل د باور وړ کسانو له ډلې ټاکلي دي او یو شمېر نور د طالبانو مشران هم د خپل واکونو کمولو ته اندېښمن دي.» د سرچینې په خبره، داسې ښکاري چې د طالبانو په خپل منځ کې فشارونه زیاد شوي تر دې چې ددغې ډلې مشر، ملا هبتالله آخوندزاده د خپل ځان د ساتنې مسوولیت یې پاکستاني ځانګړو ځواکونو ته سپارلی دی.
د سرچنې د روایت له مخې، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی، ماجد قحطاني هم د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د حل په موخه کابل ته راغلی او هڅه به وکړي چې د (ټول ګډونه حکومت) د رامنځته کولو لپاره یوه د حل لاره ومومي. د سرچینې په وینا، پاکستان هم د همدې موضوع پلوی دی، خو په ورته مهال بیا د طالبانو د مشرانو ترمنځ د تقابل د رامنځته کولو په لټه کې هم دی څو وکولای شي له دې لارې پر اسلام آباد د پاکستاني طالبانو تحریک بریدونه کابو کړي. دغه سرچینه وړاندې وايي چې راتلونکې ورځې به د افغانستان لپاره له کړاوونو ډکې ورځې وي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دامهال د عربي متحده اماراتو، ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون په افغانستان کې خپل دیپلماټیک فعالیتونه درولي دي. سرچینه وړاندوینه کوي چې ښایي راتلونکو ورځو کې اورپايي او قطري ښاروندان او ديپلماټان هم افغانستان پرېږدي.
دغهراز د ملي امنیت پخوانی مشر رحمتالله نبیل په دې باور دی چې د یو شمیر سفارتونو بندېدل په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو سفارتونه چې په تېر کې یې له طالبانو او د دغې ډلې له مشرتابه سره غوره اړیکې درلودې، پر دې ډلې د دیپلومانیکو فشارونو او شدیدو امنیتي ګواښونو ښکارندويي کوي.
ښاغلی رحمتالله نبیل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، کله چې د نجونو پرمخ ښوونځي وتړل شول او ورپسې په افغانستان کې په خیریه موسسو کې د ښځو په کارکولو بندیز ولګېد، پر طالبانو فشارونه پیل شول. د هغه په خبره، د فشارونه دغه څپه له اسلامي هېوادونو څخه د دین د عالمانو د پلاوي په راتګ او په دې برخه کې له طالبانو نه د نرمښت له غوښتنې وروسته نور هم زیاد شول، وروسته نړیوالې موسسې دغو فشارونو سره یوځای شوې؛ خو دغو فشارونو ونهکړای شول چې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو د لګېدو مخه ونه نیسی.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت مشر زیاتوي: «طالبانو نه یوازې له ځانه نرمښت وښود، بلکې په ډیری برخو کې یې پر ښځو فشارونه لانور هم زیات کړل؛ دا چاره ددې لامل شوه چې نړیواله ټولنه هڅه وکړي ترڅو د اسلامي هېوادونو له لارې پر طالبانو د فشار کچه زیاته کړي. له همدې امله یو شمېر اسلامي هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي.» ښاغلی نبیل څرګندوي: «د [دیپلماټیکو فشارونو) ترڅنګ، لوړ امنیتي ګواښونه هم شتون لري. په دې برخه کې ډیر اطلاعات شته چې ښیي یو زیاد شمېر ترهګر له پاکستان او دغه راز ځیني هغه ګروپونه چې دلته دننه په هېواد کې دي، له داعش سره یوځای شوي دي. ددغو لوړو ګواښونو په اړه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د داعش د احتمالي بریدونو په سرلیک کې دي چې بیلګې یې مونږ په څو تېرو ورځو کې ولیدلې.»
له بل پلوه، هیوادوال او یوشمېر د نظر خاوندان په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د تړل کېدو په اړه وايي چې طالبان د دیپلماټیکو استازولیو د امنیت د ټینګښت او له نړۍ سره د سوله ییز تعامل په رامنځته کولو کې کمزوري دي. د پخواني ملي مصالحې د عالي شورا ویاند مجیبالرحمن رحیمي، په خپل فیسبوک پاڼه کې د سعودي عربستان د سفارت بندېدل یې د لا انزوا پر لوري د طالبانو د تللو بل ګام بللی دی. ښاغلي رحیمي په دغه مطلب کې ویلي: واک ته د جګړه ماران او جنایت کوونکو رژیم تر رسېدو وروسته، ډیری هېوادونو خپل سفارتونه او دیپلماټیکې استازولۍ وتړلې او خپل ديپلماټان او استازي یې له افغانستان څخه بهر ولېږدول. خو له لویدیځ سره د مخالفت له امله یو شمېر محدودو هېوادونو، له طالبانو سره پخوانۍ همکارۍ، سیمه ییز رقابتونه او یا هم د طالبانو د بدلون په فریب خپل سفارتونه د لږ شمېر دیپلماټانو او استازولیو په مرسته خلاص پرېښي وو.
د مخکیني ملي مصالحې عالي شورا ویاند په کابل کې د یو شمېر سفارتونو د تړل کېدو لامل داسې څرګند کړی دی:« د غیر اسلامي او غیر انساني سیاستونو پلي کولو په تېره بیا د ښځو پر وړاندې، په کور دننه ظلم او زیاتی کول، له نړیوالو ترهګرو ملاتړ، د نړیوالو حقونو او الزماتو نه سرغړونه، له سیمه ییزو هېوادونو سره نه تعامل په کابل کې د سفارتونو او دیپلماټانو د امنیت په راوستلو کې ناکامي، یو شمېر دغه هېوادونه اړ کړل چې په کابل کې خپل سفارتونه وتړي.» نوموړي ویلي دي: « د سعودي عربستان د سفارت د تړل کېدو لپاره ددغه هېواد وروستۍ پرېکړه او د خپلو دیپلماټانو ویستل، د حرمینو شریفینو کوربه او له محدودو هېوادونو چې په تېر کې یې طالبان په رسمیت پېژندلي وو، په اسلامي او سیمه ییزه نړۍ کې د انزوا په لوري د طالب جګړه مارانو او جنایت کوونکو یو بل ګام دی.
کابل کې پر دیپلماټیکو استازولیو برید
په تېرو څه باندې ۱۷ میاشتو کې، د بهرنیو هېوادونو سیاسي استازولۍ چې واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره په کابل کې فعالې وې، یو په بل پسې د ترهګریزو بریدونو تر لاندې راغلي دي.
د روسیې پر سفارت برید
د جمهوري نظام له سقوط وروسته په کابل کې د روسیې سفارت فعاله پاتې شو. او د هېوادوالو لپاره یې د ویزو ورکړې ته دوام ورکړ.یاد سفارت د وږي په ۱۴ مه دوشنبې ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د یوه برید شاهد و چې په پایله کې ددغه سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ نه مړه او لږترلږه ۱۰ تنه تپیان شول. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د میاخیل شاه په نامه، دوهم سکرتر او ددغه سفارت کارپوه آدیګژی کوژوکت، هم په یاد برید کې وژل شوي دي. له هغې وروسته د روسیې سفارت په یوې خبرپاڼه کې وویل چې خپل قونسلي خدمتونه تر اطلاع ثاني پورې په افغانستان کې ځنډوي. داعش ددغه برید مسوولیت ومانه.
د پاکستان پر سفیر برید
په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظامانی، د لیندۍ په ۱۱ مه د جمعې ورځ مازیګر مهال، د دغه هېواد د سفارت دننه تر برید لاندې راغی. په هغه برید کې ښاغلي نظاماني ته زیان ونه رسېد، خو د راپورونو له مخې ددغه سفارت یو تن ساتونکی ټپی شو. له هغه برید وروسته، د لیندنۍ په ۱۳ مه یکشنبې ورځ، داعش د یوې خبرپانې په خپرولو سره وویل چې « د پاکستان په مرتد سفیر او ساتونکو یې» برید کړی دی.
کابل کې پر چینایي وګړو برید
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د لیندۍ په ۲۰ مه یکشنبې ورځ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې، په کابل کې ددغه هېواد د سفارت د امنیت د ټینګښت په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه.
نوموړي په دغه لیدنه کې له طالبانو وغوښتل چې د چین سفارت د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وشي. خو یوه ورځ وروسته ( د لیندۍ ۲۱ دوشنبې ورځ) له غرمې وروسته ۲:۳۰ درې تنو وسلهوالو کسانو د کابل په شهرنو سیمه کې یوه مېلمه خونه چې یو شمېر چیني ښاروندانو په کې ژوند کاوه، تر برید لاندې راوستله. هغه وخت په کابل کې د ایمرجنسي روغتون د یوه تویت په خپرولو سره وویل چې له یادې پېښې ورته ۳ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي. داعش د یاد برید مسوولیت په غاړه واخیست.
په کابل کې د سعودي عربستان او د یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه په داسې حال کې تړل کیږي، چې تېره جمعه، د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، د خپل ګوند له ملاتړو وغوښتل چې د جمعې لمونځونه د خپلو سیمو په جوماتونو کې ادعا کړي او د امنیتي ګواښونو له امله د هغه کور ته ورنهشي. سرچینې بیا وایي چې د اسلامي ګوند مشر د طالبانو له لوري د فشارونو له امله د خپل دفتر ترڅنګ جومات کې د جمعې له لمانځه ډډه کړې ده. د لیندۍ په ۱۱ مه جمعې ورځ، د جمعې د لمانځه پرمهال په کابل کې پر ګلبدین حکمتیار ځان وژونکی برید ترسره شو چې په پایله کې یې یو لمونځ کوونکی ووژل شو و دوه تنه ټپیان شول.
واک ته د طالبان له بیا راتګ سره، داعش د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او د کابل په شهرنو سیمه کې د مېشتو چیني ښاروندانو په هستوګنیز ځای د بریدونو مسوولیت منلی دی. په داشان وضعیت کې، طالبانو په بار بار ټینګار کړی چې امنیت په ټول افغانستان کې ټینګ دی. او له دې اړخه هېوادوالو او سیاسي استازولیو او بهرنیو دیپلماټانو ته هېڅ راز ګواښ شتون نه لري. ویل کیږي چې سعودي عربستان، عربي متحده امارات او پاکستان په ۹۰ لسیزه کې یوازې درې هېوادونه وو چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژنداه. اوسمهال بیا یاد هېوادونه له نړیوالو سره د خپل ګټو د ساتلو، د طالبان رژیم په رسمیت نه پیژني او په دې وروستیو کې یې په کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ هم وتړلې.