پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې یوې ښځې د خپل مېړه له وهلو ټکولو وروسته لومړی یې خپلو څلورو لوڼو ته زهر ورکړي او بیا یې ځان وژنه کړې ده.
ډان ورځپاڼې د سې شنبې ورځ، د اکتوبر په ۳مه د پاکستاني پولیسو له قوله خبر ورکړی چې دا پېښه د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې شوې ده.
دغه ۳۵ کلنه ښځه فاطمه نومېده او میړه یې په نشه یي توکو روږدی دی.
د پاکستاني پولیسو په وینا، د دې کورنۍ د ملاتړ لپاره، د فاطمې ورور له هېواده بهر پیسې رالېږلې، خو د دې مېرمنې مېړه دا پیسې د نشه يي توکو د پېرلو لپاره کارولې.
د دغه راپور له مخې، فاطمې د خاوند له وهلو وروسته خپلو څلورو لوڼو ته په یوه جوس کې «زهر» ورکړي او بیا یې په خپله هم څښلي چې ټول مړه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د «ښځې، سولې او امنيت» سازمان د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کال په نوملړ کې د ۱۶۷ هېوادونو په منځ کې پاکستان د ښځو پر وړاندې تر ټولو د تاوتريخوالي ۱۶۴م هېواد دی، چې له يمن، افغانستان او سوريې مخکې دی.
د دغه راپور له مخې، که څه هم د پاکستان په ځینو سیمو کې د ښځو په برخه کې ښه والی راغلی، خو په ټول پاکستان کې زیاتره ښځې له لومړنیو بشري حقونو څخه بې برخې دي او د دغه هېواد ۹۰ سلنه ښځې له کورنی تاوتریخوالي سره مخ دي.