د جمهوري حکومت له سقوط وروسته د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو زیاتوالي تر څنګ د وچکالۍ څپه هم پراخه شوې، چې خلکو ته یې ګڼ مالي او اقتصادي زیانونه رسولي دي.
د سږنۍ وچکالۍ روانې څپې د ننګرهار دره نور ولسوالي هم له یاده نه ده ایستې او خلک یې د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د روانې وچکالۍ له امله په دې ولسوالۍ کې لسګونه څاګانې او کارېزونه وچ شوي، چې خلک د څښاک اوبو لپاره په کیلومترو نورو سیمو ته د پاکو اوبو لپاره مزل کوي.
خلک وایي، وچکالۍ د دره نور ولسوالۍ په ګڼو برخو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له کښت پاتې کړې او خلک د خپلې نسبي ګټې وټې پرځای یوازې د خپلو کروندو ننداره کوي.
د دره نور ولسوالۍ د املې کلي اوسېدونکی صلاح الدین ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې سږنۍ وچکالي په تېرو دوو لسیزو کې بې سارې بولي او وایي، د وچکالۍ روانې څپې د سلګونه کروندګرو هیلې په اوبو لاهو کړې دي.
هغه په دره نور کې د وچکالۍ د زیاتوالي ستر لامل د اوبو زېرمو نشتوالی او په دې برخه کې د مسوولو ادارو نه پاملرنه په ګوته کوي.
صلاح الدین زیاته کړه: «زمونږ په دره نور کې په لسهاوو څاګانې او کارېزونه وچ شوي، په زرګونه جریبه کرونده له کرکېلې پاتې ده، اوبه نشته او دهقانانو ته میلیونونه افغانۍ تاوان رسېدلی، د دې اصلي علت دا دی، چې د اوبو ډېمونه نشته، اوبه نه ذخیره کېږي، دا زما په یاد باندې اول ځل دی، چې داسې سخته وچکالي راځي، د دغه مشکل د حل لپاره تر اوسه دولت توجه نه ده کړې؛ ځکه مشکلات مخ په زیاتېدو دي.»
خلک وایي، دره نور په خپلو غرونو او چینو کې په کافي اندازه اوبه لري؛ خو دا چې د مهار لپاره یې کار نه دی شوی؛ وخت ناوخت کروندګر له سختو ستونزو سره مخ کېږي.
دره نور کې کروندګر صلاح الدین له نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتنه کوي، چې د کروندګرو د تقویې په موخه دې د اوبو د مهار لپاره د اوبو زېرمو جوړولو کې همکاري وکړي. نوموړی وایي، پخواني او اوسني دولت ورسره په دې برخه کې یوازې په یخ لیکلې ژمنې تازه کړې دي.
صلاح الدین په همدې تړاو وویل: «دره نور په خپلو غرونو کې کافي اوبه لري؛ خو د مهارولو لپاره یې څوک نشته؛ ځکه دهقانان مختلفو مشکلاتو سره مخ دي. زموږ غوښتنه دا ده، چې نړیوالې موسسې دې د دهقانانو د ستونزو د هواري لپاره د اوبو بندونه جوړ کړي، دولت راسره ډېرې وعدې کړي؛ خو په عمل کې هېڅ نشته.»
د دره نور وچکالۍ ځپلي کروندګر د خپلو زیانونو د جبران لپاره د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو د خوراکي او نقدي مرستو غوښتنه کړې.
دوی وایي، کروندګر د خپلو ځمکو له حاصل پرته د ګټې وټې هېڅ مدرک نه لري او اندېښنه لري، که لاسنیوی یې ونه شي، له سخت ناورین سره به مخامخ شي.
عبدالرحمن هم یو کروندګر دی. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «دهقانان بل هېڅ کار نه لري؛ یوازې د دهقانۍ له لارې یوه مړۍ روزي برابروي، موږ سره باید د خوراک او نقدو پيسو مرسته وشي او که غم مو ونه خوړل شي، ستونزې به مو لا زیاتې شي.»
یوازې دره نور نه دی، چې سږنی کال د وچکالۍ زورورې څپې ځپلی؛ بلکې نږدې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري په ننګرهار کانال کې د اوبو وچولو له کبله د دغه ولایت ګڼو ولسوالیو کې د زرګونه کروندګرو فصلونه وچکالۍ وځپل او هغوی ته یې په مییلونونو افغانۍ زیان واړواه.
د خلکو غوښتنې دا دي، چې طالبان دې نور لاس تر زنې نه کېني او د ټولنې د ټولو اقشارو ستونزو حل لپاره دې هلې ځلې وکړي.