۸صبح، کابل: د ۸صبح ورځپاڼې د یوې انټرنټی پاڼې د غیرفعالېدو د غبرګونونو په دوام کې اوس د بیان ازادۍ کور رییس په دې تړاو غبرګون ښودلی دی.
د بیان ازادۍ کور رییس دانش کړوخېل چهارشنبه د تلې پر ۱۳ یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، چې پر رسنیو هر ډول محدودیت او سانسور د حللار نه ده او نه شي عملي کېدای.
هغه له طالبانو غوښتي، چې د ۸صبح ورځپاڼې انټرنټي پاڼه (8am.media) او زاویه نیوز بېرته فعال کړي.
کړوخېل زیاته کړې: «رسنۍ باید نیوکه وکولای شي او د خلکو خبرې انعکاس کړي ترڅو په افغانستان کې د ګنګوسو مخه ونیول شي.»
له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې د طالبانو دغه کړنه د رسنیو پر ازادۍ برید بللې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت دوشنبه د تلې پر ۱۱ د ۸صبح ورځپاڼې یوه انټرنټي پاڼه، چې د دغه وزارت په واک کې وه غیرفعاله کړه اوس د دې ورځپاڼې وېبپاڼه د 8am.media له لارې د لاسرسی وړ ده.