د نړۍوال امنیت او په نړۍ کې د سولې په اړه د مونیخ امنیتي غونډه له دریېو ورځو رای اچونې او د نظر تبادل وروسته، پای ته ورسېده. د نړۍ د لسګونو هېوادونو لوړپوړي رسمي چارواکو د اوکراین د جګړې تر څنګ، په افغانستان کې د ناورین وضعیت په اړه هم خپلې اندېښنې شریکې کړې. سیاسي وضعیت، امنیتي ګواښونه، د طالبانو له لوري د بشر او د ښځو د حقونو د مولفو په نظر کې نه نیول او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کول له مهمو موردونو څخه دي چې په دغه ناسته کې یې په اړه بحث وشو. ډېری ګډونوالو د خبرو او رسنییزو ناستو له لارې ټینګار وکړ چې طالبان له تروریزم سره د مبارزې لپاره [ روښانه نیت] نه لري. هغوی دغه راز په دې اند دي چې طالبان د تروریزم له پدیدې سره «د مبارزې وړتیا» نه لري. د دغې ناستې د ګډونوالو په اند، طالبان د افغانستان راتلونکي لپاره یو ګواښ دی. په داسې حال کې چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازو له طالبان سره د تعامل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې، خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ ډول برنامه او کړنلاره ترلاس لاندې نه لري. په دې ناسته کې د افغانستان په استازولۍ محبوبه سراج او حسنا جلیل ګډون کړی و. مېرمن سراج د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې نړۍ باید همدا اوس لاس په کار شي او له دغه وضعیت نه د افغانستان د وتلو لپاره له هرې ممکنې لارې ګته واخلي. حسنا جلیل هم د طالبان تر واک لاندې د ښځو د بد وضعیت په اړه خبرې وکړې او له نړۍ نه د افغان د ښځو د ملاتړ غوښتونکې شوه.
د مونیخ ۵۹مه امنیتي ناسته جمعه د سلواغې په ۲۸مه نېټه د جرمني په سوېل کې پیل او د سلواغې په ۳۰مه یکشنبه پای ته ورسېده. سره له دې چې د دې ناستې ټینګار تر ډېره د اوکراین د جګړې په اړه و، خو د هېوادونو د رسمي استازو تر منځ د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې. دې ناسته ته د ۵۰ هېوادونو ولسمشران او د ۹۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران وربلل شوي وو. مدني او د ښځو حقونو فعاله محبوبه سراج او د ښځو د حقونو فعاله او د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله حسنا جلیل د افغانستان د شنونکو په استازولۍ دغې ناسته کې ګډون کړی وو. د روسیې او ایران دولتونو مشران او د طالبانو د ډلې مشران دغې ناستې ته وربلل شوي نه وو.
د هېواد د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله او د ښځو د حقونو فعاله چې له لیرې یې په دې ناسته کې ګډون کړی و، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د ډېرو هېوادونو استازي لا تراوسه پورې له طالبان سره د تعامل په برخه کې روښانه دریځ نه لري؛ ځکه د هغوی په باور، طالبانو پېژندل شوې ترهګرې څېرې د خپل تشکیل په جوړښت کې ځای پر ځای کړې دي او دا امر د دې لامل شوی چې نړۍ له دغې ډلې سره د تعامل په برخه کې شکمن وي. مېرمن جلیل وړاندې وايي: «ټولو هغو استازو چې په دې ناسته کې ګډون درلود، پر طالبانو شک درلود او دغه راز د طالبانو پر وړتیا بې باوره وو چې وکړای شي د افغانستان په خاوره کې له ترهګرو سره مبارزه وکړي او د سیمې او د سیمې ورهاخوا هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې ترهګرې ډلې به بیا ځلې د دغه هېواد له خاورې د هغوی پر وړاندې فعالیت ونه کړي.»
د ښځو دغه فعاله وايي: «د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا او اروپايي هېوادونو دریځ واضح او منفي دی.»
حسنا جلیل د افغان ښځو لپاره د دې ناستې د ګډونوالو پیغام مثبت ارزوي او وايي هغه ښځې چې په افغانستان کې دي او د طالبانو د ناسمو پالیسیو نه په مستقیم ډول زیانمنې شوې دي، باید د مدني مبارزو د پر لاره اچولو په سر کې وي. مېرمن جلیل د افغانستان د ښځو په اړه د دغې ناستې د ګډونوالو د پاملرنې په اړه وايي: «افغانستان هغه مهال په امن کې شمېرل کېږي چې ښځې یې امنیت ولري. ډېر ښه بحث و. ډېر زیات ملاتړي وو. ډېريو پنالیستونو د افغانستان د ښځو په اړه خبرې وکړې.»
په ورته مهال د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج چې په دې ناسته کې یې د ویډيو کنفرانس له لارې ګډون کړی و، ټینګار وکړ چې افغانستان د له منځه تللو په حال کې دی او د نړۍ هېوادونه هر هغه څه چې په پروګرام کې یې لري، د دغه هېواد د ژغورنې لپاره دې په کار واچوي. نوموړې د افغانستان د وضعیت په اړه د نړۍ له چوپتیا په نیوکې وویل «مونږ دلته مړه کېږو، زما لپاره مهمه نده چې دا نړۍ څه وايي او څنګه د هغو په اړه فکر کوي. هر څه چې د افغانستان لپاره یې لرئ، همدا اوس ترې نه ګټه واخلئ او له دغه وضعیت نه د بهر کېدو په برخه کې له مونږ سره مرسته وکړئ.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په اړه یې د خپل هېواد اندېښنې شریکې کړې او ویې ویل چې د اسلام اباد لپاره له تر ټولو مهمه مسله د افغانستان له خاورې د احتمالي ترهګریزو ګواښونو له منځه وړل دي. د نوموړي په وینا، دغه ګواښونه شامل پر هغو سازمانونو له هغې ډلې د پاکستان د طالبانو تحریک، د بلوڅ ازادي غوښتونکو سرتیري، د داعش ډله او القاعدې شبکې پورې اړوند دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ویلي دي: «په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلې، پاکستان، چین او لوېدیځ اندېښمن کړي دي. د افغانستان اوسني واکمن له دغو ډلو سره د مبارزې کافي وړتیا نه لري او په دې برخه کې ځانګړې کړنه هم نه ترسره کوي.» نوموړی په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدو غوښتونکی شو او له طالبانو یې وغوښتل څو د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
دغه راز د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حجا لحبیب، د ګردي میز یو له ویناوالو څخه وه چې د دې ناستې په یوې څنډه کې د افغانستان په اړه جوړ شو. نوموړي وويل چې طالبان د افغانستان په تېره د دغه هېواد د نجونو او ښځو راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې د یو ټوېټ له لارې د مونیخ امنیتي ناستې ته په اشارې لیکلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو نه ملاتړ کوي. نوموړې همدا راز د نړۍوالې ټولنې او سیمه ییزو لوبغاړو تر منځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی دی.
د امریکا د متحده ایالتونو د استازو د مجلس د بهرنیو چارو د کمېټې د رییس استازی مایکل کال، په دې ناسته کې وویل: «مونږ نشو کولای د امنیتي اندېښنو په خاطر له هغوی سره مخامخ کار وکړو. خو چین اوس هلته دی او مسوولیتونه لري. د بېلګې په توګه، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ښاغلی حقاني، یو ترهګر چې په شدت تر څارنې لاندې دی او له القاعدې سره نېږدې اړیکې لري.»
د نړۍ هېوادونه په داسې حال کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په امر کې طالبان په کمزورۍ تورنوي چې ګاونډي هېوادونه او لوېدیځ په وار وار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرو د شبکو له شتون اندېښنې څرګندې کړې دي. د امریکا د متحده ایالتونو یوې بې پیلوټه الوتکې د روان کال د زمري په ۱۰مه نېټه، د کابل په زړه کې د القاعدې شبکې مشر په نښه کړ. سره له دې چې طالبانو تر دې مهاله دغه موضوع نه ده منلې، خو د امریکا متحده ایالتونو څرګنده کړې ده چې دغه پوځي عملیات د دې هېواد د ولسمشر جوبایډن په مشرۍ ترسره شوي دي.
له بل پلوه د روسیې د دولت رسمي چارواکو هم په وار وار په افغانستان کې د داعش ډلې د جګړه مارانو له شتون اندېښنه ښودلې ده. د روسیې د دولت په باور، اوسمهال له تاجکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې څه باندې شپږ زره او ۵۰۰ د داعش جګړه ماران ځای پر ځای شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو ته ځای نه شته او هر کله چې د دغې ډلې جګړه ماران سر پورته کړي، له منځه وړل کېږي.
سربېره پر دې، طالبان د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتونکي دي څو د دغې ډلې د ادعا له مخې، په ګډه وکړای شي هغه ګواښونه چې له افغانستان نه نورو هېوادونو ته متوجه کېږي، لیرې کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: «نړۍ او هېوادونه باید دغه ثبات غنیمت وشمېري، له دوی سره همکار واوسي، ترڅو وکولای شو په ګډه د سیمې او له سیمې نه ورهاخوا ګواښونه حل کړو.
د مونیخ په ناسته کې د افغانستان د ښځو بحث
د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ژوند بله مسله ده چې د مونیخ په ناسته کې پرې بحث وشو. د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله او د ښځو د حقونو فعاله حسنا جلیل د افغانستان د ښځو لپاره یې د دغې ناستې د ګډونوالو پیغامونه مثبت بللي. نوموړې د طالبانو د حاکمیت لاندې د افغانستان د ښځو په اړه د پنځو مهمو موضوعاتو په اړه ټینګار کړی دی. نوموړې وايي: «هغه روایت چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د یوې ښځې د ژوندانه د وضعیت په اړه بهر راوځي، باید د قربانیانو روایت وي چې شمېر یې میلیونونو کسانو ته رسېږي. د هغو کسانو کیسه وي چې د طالبانو له پالیسي او تاوتریخوالي سره لومړنۍ تجربه لري او ژوند یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د طالبانو له شتون نه متاثره شوی وي، نه د بهرنیو خبریالانو روایت چې افغانستان ته راننوځي او یا د افغانستان هغه ښاروندان چې د دغو ښځو برخلیک نه تجربه کوي.»
د مېرمن جلیل په وینا، د افغانستان ښاروندان چې له هېواده بهر ژوند کوي او دغه راز نړۍواله ټولنه، باید د غوښتنې او اړتیا له مخې هغه شمېر کسان تر خپل ملاتړ لاندې ونیسي چې په مستقیم ډول د طالبانو له تیارو سیاستونو نه ځورېدلي دي. مېرمن جلیل په افغانستان کې د مرسته کوونکو بنسټونو تر منځ په همغږي ټینګار کوي او وايي: «هر کله چې نړۍواله ټولنه وغواړي له طالبانو سره تعامل وکړي، د افغانستان ښځو ته باید نه یوازې د طالبانو د تاوتریخوالي د قربانیانو په سترګه وګوري، بلکې د هغوی سیاسي استازولۍ هم د هغوی لپاره ورکړل شي.»
له بل پلوه، د مونیخ په امنیتي ناسته کې د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو هم په بیانیه کې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونه محکوم کړل او ټولنې د ښځو د بیا راتګ په تېره په کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو کې د هغوی د کار کولو غوښتونکي شول.
د البانیا، بلجیم، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایسلند، کوزوو، لیختنشتاین، منګولیا او اسلووني د بهرنیو چارو وزیران چې ټولې یې ښځې دي، د مونیخ د امنیتي ناستې په ځای کې دغه بیانیه خپره کړه. په دې بیانیه کې راغلي دي: «مونږ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانې د ۲۰۲۳ کال د مونیخ د امنیتي غونډې په ترڅ کې په یوه غږ د عمومي ژوندانه له ټولو برخو نه د ښځو د لیرې کېدو لپاره د طالبانو هڅې په شدت غندو.»
د دې تر څنګ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، هم د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو او نجونو د زده کړې په اړه یې خبرې کړې دي: «مونږ ټول غواړو په افغانستان کې په لوړو زده کړو سمبالې ښځې ووینو او دا چې لنډ مهال دولت په خپل هېواد کې د ښځو پر وړاندې په خپلو ژمنو عمل وکړي.»
د ښځو بحث ځکه د مونیخ د ناستې غړو لپاره د اهمیت وړ بحث دی چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له واکمندېدو راپدېخوا، ښځې په تدریجې ډول له عمومي حوزې لیرې کړای شوې دي. د نجونو منځنیو او لېسو ښوونځیو تړل کېدل، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو بندېدل او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول پر ښځو د طالبانو له څرګندو محدودیتونو شمېرل کېږي. د دې تر څنګ، عمومي حمامونو ته تلل، تفریحي پارکونو، د جامو اغوستلو څرنګوالی او له محرم پرته د سفر کول، له نورو محدودیتونو څخه دي.
د مونیخ ناسته
دا په داسې حال کې دي چې د مونیخ امنیتي ناسته د ۶۰ لسیزې نه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د اروپايي اتحادیې د غړو تر منځ په وقفه یي ډول جوړېده. له ۲۰۱۱ کال وروسته د دې ناستې د غړو شمېر لوړ شو او د دغې ناستې په اجنډا کې ډېر نور موضوعات ورزیات شول. خو لا هم په دې ناسته کې تر ډېره د « نړۍوال امنیت او سولې» مسلې په اړه ټینګار کېږي.
د مونیخ ناسته، د نړۍ د سیاست په برخه کې له مهمو ناستو بلل کېږي. هغه څه چې دغه ناسته له نورو سیاسي راټولېدنو متمایز کوي، د لوېدیځو هېوادونو د مشرانو او استازو حضور په دې ناسته کې دی. د سرچینو د څرګندونو پر بنسټ، په دې ناسته کې شاوخوا ۴۰ ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ګډون کړی و. د مونیخ ناسته هر کال د درېیو ورځو لپاره د جرمني مونیخ ښار په «بایریشرهوف» هوټل کې د یوه خصوصي شرکت له لوري کوربه کېږي. په دې ناسته کې پرېکړه نه کېږي، خو ګډونوال د نړۍ په کچه د مهمو موضوعاتو په اړه رای اچونه او د نظر تبادل کوي او غبرګون ښيي. د دغې ناستې اوسنی رییس ښاغلی کریستوف هویسګن دی.