پر اوکراین له بریده کابو دوې میاشتې تېرېږي. په دې موده کې د دغه هېواد په پوځي مرکزونو کې د ودونو شمېر زیات وو. ۲۲ زره اوکرایني نجونو او هلکانو په لوګیو او د روسیې تر بریدونو لاندې ودونه کړي دي.
اوکرایني رسنیو نن شنبه د اپرېل پر ۱۶ د دغه هېواد د عدلیې وزارت له قوله راپور ورکړی، چې پر اوکراین له برید راهیسې لږ تر لږه ۲۲ زره جوړو د جګړو په لیکو کې ودونه سره کړي دي.
د اوکراین عدلیې وزارت هم د دغه هېواد د وګړو لپاره د واده قوانین اسانه کړي او اوس هلک او نجلۍ ان کولای شي، په انلاین ډول واده سره وکړي.
اوکراین فرام د عدلیې وزارت د مرستیال والریا کولومیتس له قوله راپور ورکړی، هغه کسان چې د واده کولو غوښتونکي دي، کولای شي په پوځي مرکز کې خپل قوماندان ته غوښتنلیک ورکړي او د واده لپاره نوملیکنه وکړي.
د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې، هلک او نجلۍ کولای شي د مخکینیو سختو قوانینو خلاف له لرې په انلاین بڼه د بېلګې په توګه د ZOOM له لارې واده سره وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د هغو ښځو او نارینه وو لپاره انلاین واده کول په پام کې نیولي چې په پوځي مرکزونو کې د خدمت په حال کې دي او موخه یې د روسیې په وړاندې د اوکراین خلکو له یووالي سره مرسته بللې ده.